اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي عمران نيازي نړيوالې ميډيا سره په مركو كښې ښكاره غلط بياني كوي، د 9 مئي پېښو نه پس د بشري حقونو خلاف ورزو پحقله د ھغه بيان بې لارې كوٶنكې دې، د دې مقصد په پاكستان فشار اچول دي٬ د نړۍ يو هېواد به هم د خپل سالميت تباه كولو دا ډولې هڅې برداشت نه كړي، دا خبره به باوري كولې شي چې د حقونو خلاف ورزي ونه شي۔ د ګل په ورځ خپل تويټ كښې وزيراعظم ووئيل نړيوال ميډيا سره پخپلو مركو كښې عمران نيازي د ناسم او جعلي معلوماتو د لارې ښكاره غلط بياني كوي٬ د 9 مئي پېښو نه پس د بشري حقونو خلاف ورزو پحقله د ھغه بيان بې لارې كوٶنكې دې، د دې بيان مقصد په پاكستان د بهر څخه فشار اچول دي۔ وزيراعظم ووئيل زه سياق و سباق په سم ډول وړاندې كول غواړم٬ د عمران نيازي پارټۍ چې د مئي په 9مه نيټه څه كړي ھغه د رياست په سلامتيا ښكاره بريد وو۔ د نړۍ يو هېواد به هم د خپل سالميت تباه كولو دا ډولې هڅې برداشت نه كړي۔ وزيراعظم ووئيل زه ټولو له باور وركوم چې تورونو له به د قانون له مخې سزا وركولې شي او په دې كښې به دا خبره باوري كولې شي چې د حقونو خلاف ورزي ونه شي، هر كېس به د قانون له مخې په مناسب ډول ترسره كولې شي۔ ده ووئيل چې پاکستان د بشري حقونو پحقله د خپلو ټولو آئيني او نړيوالو ذمه وارو بشپړه احترام كوي او د دې د ادا كولو پابند دے۔