د ماحولياتو پياوړتيا د انسانانو د ټولشموله بقاء مسئله ده٬ د اجتماعي هڅو د لارې د دې چېلنج مخنيوې كېدې شي٬ د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د ماحوليات نړيوالې ورځې په موقع پېغام

image

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د ماحولياتو پياوړتيا د انسانانو د ټولشموله بقاء مسئله ده٬ يوازې د اجتماعي هڅو د لارې د دې چېلنج مخنيوے كېدې شي ، د بائيو ډائيورسټي تحفظ دې ځوانان د خپل ژوند مشن جوړ كړي، کاربن فټ پرنټ كښې كمي سره د ماحولياتي بدلون خطرو كښې كمې رامخې ته كېدې شي۔ د ګل په ورځ د ماحوليات نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وفاقي وزيرې ووئيل ميرين لائف، مائيکرو آرګن ازمز، پلانټس، فنګائي او او د هر ډول ځناورو تحفظ د ژوند تحفظ دے۔ ده ووئيل ځوانانو او انجونو له به د ماحولياتي الودګۍ نه بچ كېدو لپاره فورس جوړول وي۔ دې ووئيل د پلينيټ ارتھ بقاء لپاره كار كول د راتلونكي نسل د ژوند سوال دے۔ دې ووئيل سږ كال د اګست وړومبې نيټې څخه د اسلام اباد نه د پلاسټك د جوړ ډسپوزيبل څيزونو د خاتمې كمپائن پېل كېږي كوم چې يوه غوره ګام دے٬ پلاسټك شاپنګ بېګ، پلېټ، چمچې، ، ډبي، کپ، پيالۍ او دغسې نور د استعمال څيزونه به دمه په دمه ختمولې شي۔ د پلاسټك پلاسټك لفافو استعمال هم پرله پسې ختمول دي۔ دې ووئيل د نن نه به د پلاسټك او د دې نه د جوړ څيزونو څخه د خپرېدونكې ماحولياتي الودګۍ خاتمې لپاره لوظ كول وي۔ دې ووئيل د پلاسټك د کراکري او نورو څيزونو جوړوٶنكو كاروباري شخصياتو هم هم د مرستې باور راكړې دې۔ دې ووئيل ښكاره بدلون لپاره دې اولس مرسته وكړي۔ دې زياته كړه چې د موحولياتو وزارت د پلاسټك د ډسپوزيبل څيزونو د استعمال خاتمې پلان هم يو اهم پېشرفت دے

مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados
متعلقہ مضامین
مزید خبریں