د وزيراعظم په مشرۍ كښې پبلك سېكټر ډويلپمنټ پروګرام لپاره اتحادي ګوندونو سره مشاورت له د لوړې كچې غونډه

image

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د راتلونكي مالي كال بجټ محور به پرمختګ٬ د اولس خېرښګړه او كاروبار دوست پاليسۍ وي٬ شرح نمو او د روزګار موقعې زياتولو لپاره د پي اېس ډي پي حجم د 700 اربه نه زياتولو سره 950 اربه روپۍ كوٶ، راتلونكې مالي كال به پاكستان لپاره د معاشي پرمختګ كال وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پبلك سيکټر ډويلپمنټ پروګرام (پي اېس ډي پي) لپاره د اتحادي ګوندونو د مشاورت په لړ كښې د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، احسن اقبال، مولانا اسعد محمود، رانا تنوير حسېن، مولانا عبدالواسع، سيد امين الحق، آغا حسېن بلوچ، سردار اسرار ترين، د وزيراعظم سلاحكار احد خان چيمه، وزراء مملکت، هاشم نوتيزئي، احسان الله رېکي، د قامي اسمبلۍ غړو ډاکټر خالد مقبول صديقي، اسلم بھوتاني، محسن داوړ، سردار حسېن بابك او اړوند لوړ پورو ګډون وكړو۔ د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر، د سندھ وزيراعلي سيد مراد علي شاه او سردار اختر مېنګل په غونده كښې د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ په غونده كښې د اتحادي ګوندونو مشرانو او غړو د وزيراعظم د كال24-2023 پرمختيائي بجټ لپاره اتحاديان په اعتماد كښې اخستو او د دوي تجويزونه په بجټ كښې د شاملولو اقدام تاريخي ګرځولو سره د وزيراعظم مننه وكړه۔ په غونډه كښې اتحادي ګوندونو وزيراعظم پرمختيائي بجټ لپاره د خپلو تجويزونو نه آګاه كړو۔ غونډه د بجټ اعشاريو او د پرمختيائي بجټ له مخې د مجوزه منصوبو په اړه په تفصيلي توګه خبر كړې شوه۔ وزيراعظم اړوند چارواكو او د خزانې وزارت ته په تجويزونو د عمل كولو او دا په راتلونكې بجټ كښې د شاملولو امر وكړو۔ غونډې ته ووئيل شول چې كالو سر التواء سره مخ نېشنل فلډ رېسپانس پروګرام پېل كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د راتلونكي مالي كال بجټ محور به پرمختګ٬ د اولس خېرښګړه او كاروبار دوست پاليسۍ وي٬ شرح نمو او د روزګار موقعې زياتولو لپاره د پي اېس ډي پي حجم د 700 اربه نه زياتولو سره 950 اربه روپۍ كوٶ، راتلونكې مالي كال به پاكستان لپاره د معاشي پرمختګ كال وي۔ وزيراعظم ووئيل په بجټ كښې حکومت د سخت معاسي صورتحال باوجود وسائل په ښه ډول د كارولو پاليسي خپله كړېده، په راتلونكي بجټ كښې د سېلاب ځپلې سيمو پرمختګ او بيا رغونې لپاره هم بلها فنډز بېل كړې شوي۔ ده ووئيل د تېر حكومت د معاشي تباهۍ باوجود د حكومت خوارو سره په هېواد كښې معاشي استحکام راغلے٬ په هر حكومتي اقدام كښې د اتحادي ګوندونو سره مشاورت حكومت لپاره ډېر اهم دے، په تېر يو كال كښې د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل 13 ګوندونو خپل سياست په داٶ لګولو سره رياست بچ كړے۔ ده ووئيل د هېواد معاشي سلامتيا لپاره د دا ډول هلو ځلو مثال په نړۍ كښې نه ترلاسه كېږي، د پاك پروردګار شكر دے پاکستان معاشي تباهۍ څخه بچ او د اړي ګړي خپروٶنكو عناصرو نه پاك شوے

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں