اسلام آباد 06 جون (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د توان په څانګه كښې اصلاحات د بجټ برخه جوړولو پرېكړه كولو سره امر كړے دے چې په ګران درآمدي ايندھن انحصار كمولو سره دې مرحله وار د توان متبادل ذريعو د لارې د برېښنا نوې منصوبې پېل كړې شي، د برېښنا لائف لائن او د كم کھپت په مصرف كوٶنكو دې د برېښنا د بلونو لږ تر لږ بوج واچولې شي۔ ده دا امر د توان څانګې سره اړوند د بجټ تجويزونو په اړه د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړو۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار، خواجه محمد آصف، انجينئر خرم دستګير خان، مريم اورنګزيب، د وزيراعظم سلاحكار احد خان چيمه، وزير مملکت ډاکټر مصدق ملك، عائشه غوث پاشا، خاص مرستيالو طارق باجوه، جهانزېب خان، د اېف بي آر چيئرمېن، د واپډا چيئرمېن او اړوند لوړ پورو ګډون وكړو۔ د تجارت وزير سيد نويد قمر٬ د سټېټ بېنك ګورنر او نوموړو صنعتكارو په غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د توان څانګې اصلاحات او په بجټ 24-2023 كښې په دې لړ كښې په شامل كړې شوې منصوبو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ غونډه په ګرد هېواد كښې د جاري سركاري ودانيو د سولرآئيزېشن منصوبې پېشرفت نه خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې د سرکاري ودانيو د سولرآئيزېشن بِډنګ څلور پراٶونه بشپړ شوې دي او د دې نه پس يو شمېر ودانۍ د لمر توان ته منتقل كېږي۔ غونډه برآمدي صنعتونو ته د تعطل نه غېر د ګاز او برېښنا وركولو اقداماتو پحقله په تفصيلي توګه خبر كړې شوه۔ وزيراعظم دې اقداماتو ته د حمتي شكل وركولو سره په بجټ كښې د شاملولو امر وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې په راتلونكي بجټ كښې دې لائن لاسز او د برېښنا غلا مخنيوي لپاره موثره اقدامات شامل كړې شي، راتلونكې بجټ كښې دې د ونډ او لمر توان منصوبې شامل كړې شي، پاور ټرانسميشن منصوبې دې زر بشپړول باوري كړې شي، د لائن لاسز او د برېښنا د غلا مخنيوي لپاره دې راتلونكې بجټ كښې ټرانسفارمر ميټرنګ منصوبې شامل كړې شي، ګرد هېواد كښې جاري د سولرآئيزېشن منصوبو رفتار دې ګړندې كړې شي، برآمدي صنعتونه دې په ترجيحي بنيادونو د توان ضرورتونه ترسره كړي، په بجټ كښې دې د پن برېښنا روانو منصوبو زر بشپړولو ته ترجيح وركړې شي