اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د خصوصي وګړو په خپلو پښو ودرولو له دوئي ته د ملازمت موقعې وركولو هڅو ګړندۍ كوكلو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي چې په مارکيټ كښې بېلا بېلو ملازمتونو لپاره د خصوصو وګړو د موزونيت تعين دې د نړيوال معيار لمخې وكړے شي او په مالي توګه د دوئي په خپلو پښو ودرولو له دې د ملازمت په لټولو كښی دوئي ته آسانۍ وركړې شي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د معذورۍ درجه بندۍ او نوعيت فرېم ورك سره د اړوندې غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د بشري حقونو وزارت٬ د نيشنل هيلتھ سروسز رېګوليشن اينډ کوآرډينيشن وزارت ، نيوټيك او د نادرا سينئرچارواكو سره سره د روغتيا نړيوالې ادارې نمائنده ډاکټر مريم ملك ګډون وكړو۔ صدر مملكت خپله وېنا كښې ووئيل خصوصي وګړي په مالي توګه اختيار مند جوړولو لپاره دوئي ته د ملازمت وركولو هلو ځلو د ګړندې كولو په ضرورت زور رواړلو سره ده ووئيل چې په مارکيټ كښې بېلا بېلو ملازمتونو لپاره د خصوصو وګړو د موزونيت تعين دې د نړيوال معيار لمخې وكړے شي او په مالي توګه د دوئي په خپلو پښو ودرولو له دې د ملازمت په لټولو كښی دوئي ته آسانۍ وركړې شي۔ ده د معذورۍ سرټيفكېټس په اردو كښې د ترجمه كولو په حاجت زور راوړو دغسې چې عام وګړي هم په دې پوهېدې شي۔ ده په اړوندو همكارانو زور راوړو چې هغوي دې په ګرد هېواد كښې د يو برابر درجه بندۍ فرېم ورك او معذورۍ سرټيفكېټ جوړولو له صوبو سره همغږي غوره كري چې ورسره به خصوصي وګړو ته آساني ترلاسه شي۔ صدر مملكت د ميډيا د لارې د خصوصي وګړو د كاميابو په رامخې ته كولو هم زور راوړو دغسې چې د هغوي ډاډګيرنه وكړې شي۔ صدر مملكت د بشري حقونو په وزارت زور راوړو چې ھغه دې په سركاري او نجي څانګو كښې د خصوصي كسانو لپاره د ملازمتونو لټولو په لړ كښې خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ كړي