د كريډټ ريټنګ نړيوالې ادارې “فچ” د پاكستان ريټنګ كښې اضافه وكړه۔د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار

image

اسلام آباد 10جولائی (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي چې د كريډټ ريټنګ نړيوالې ادارې “فچ” د پاكستان ريټنګ كښې اضافه كړې ده۔ د ګل په ورځ په يو ټوېټ كښې د خزانې وزير ووئيل چې د پاك پروردګار په فضل د معيشت د بحالۍ په سفر كښې يو بل مثبت خبر ترلاسه شوے۔ ده ووئيل چې كريډټ ريټنګ نړيوالې ادارې “فچ” د پاكستان كرېډټ ریټنګ اپ ګريډ كړے دے۔ د خزانې وزير ووئيل چې فچ د پاكستان ريټنګ آئي ډي آر(ايشور ډيفالټ ريټنګ)څخه سي سي سي كړے دے۔ده په مهم پېشرفت وزيراعظم محمد شهباز شريف٬قوم٬ اتحادي ګوندونو او د حكومت معاشي ډلې له مباركي وركړه۔

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں