د حكومت او كاروباري ورورولۍ مرستې په سبب هېواد دا مهال معاشي استحكام او بحالۍ پلو روان دے۔ وزيراعظم انوار الحق كاكړ

image

لاهور 01 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي كاروباري ورورولۍ ته ټولې آسانۍ وركولو ته وفاقي او صوبائي حكومت پام لرنه كوي ٬ د حكومت او كاروباري ورورولۍ شريكې مرستې په سبب هېواد دا مهال معاشي استحكام او بحالۍ پلو روان دے۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د لاهور بزنس فيسيلي ټېشن سينټر دورې په موقع كړې۔په دې موقع وزيراعظم ته د بزنس فيسيلي ټيشن سينټر بېلو چارو او تراوسه پېشرفت په اړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم په صوبه كښې د كاروباري ورورولۍ خېرښېګړې لپاره د پنجاب حكومت په مشرۍ كښې د بزنس فيسيلي ټيشن سينټر كردار وستائېلو۔ده ووئيل د هېواد په نورو ښارونو كښې لاهور بزنس فيسيلي ټيشن سينټر په طرز ادارې جوړول به د هېواد معيشت لپاره سود مندې ثابت شي۔ده ووئيل كاروباري ورورولۍ له ټولې آسانۍ وركول د وفاقي او صوبائي حكومت وړومبي ترجيح ده ٬د حكومت او كاروباري ورورولۍ شريكې مرستې په سبب هېواد دا مهال معاشي استحكام او بحالۍ پلو روان دے

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں