د اولس مشر ممنون حسېن د يونان موده ترسره كوونكي سفير دېمي ټرېوس زرئې ټس سره خبرې

image

اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې په پاكستان كښې غېر ملكي سرمايه كارو لپاره دوستانه ماحول او غوره قوانين معرفي كړې شوي دي كوم چې سرمايه كارو او پاكستان دواړو لپاره ګټور ثابتېدې شي٬ پاكستان او يونان د صنعت٬ تجارت او مواصلاتو په څانګو كښې د مرستې نوې لارې لټولې شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د يونان موده ترسره كوونكي سفير دېمي ټرېوس زرئې ټس د خبرو په مهال وكړې۔ په دې موقع نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل چې پاكستان يونان سره ډېرې ژورې دوه اړخيزه اړيكې لري او په دې لړ كښې موده ترسره كوونكي سفير ډېره خواري كړې او په دې هغه د مباركې حقدار دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې د يونان صنعت كار٬ تجاران او سرمايه كار دې په پاكستان كښې د سرمايه كارې د موقعو نه زياته استفاده وكړي۔ موده ترسره كوونكي سفير دېمي ټرېوس زرئې ټس په ښه مېلمستيا كولو د اولس مشر ٬ حكومت او د اولس مننه وكړه او وې وئيل چې په پاكستان كښې د پاتې كېدو په مهال يادونه به د ده په ذهن كښې تل تازه وي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں