د مستونګ٬ پېښور او بنو په پېښو د كوئټه پشمول په ټول بلوچستان كښې د غم ورځ ولمانځل شوه

image

كوئټه 15 جولائي (اے پي پي) د مستونګ٬ پېښور او بنو په پېښو د كوئټه پشمول په ټول بلوچستان كښې د اتوار په ورځ د جولائي په 15مه نېټه د غم ورځ ولمانځل شوه او په سركاري ودانيو قومي بېرغ ټېټ كړې شو۔ په كوئټه٬ مستونګ٬ قلات٬ سبي او د صوبې په نورو سيمو كښې فضا غم جنه وه۔ سياسي او مذهبي ګوندونو د مستونګ پېښه په نظر كښې ساتلو سره د غم اعلان كولو سره درې ورځو لپاره انتخابي كمپائن معطل كړے۔ په ساراوان هاؤس كښې د شهيد نوابزاده سراج رئيساني او د نورو شهيدانو فاتحه خواني روانه ده۔ په سړكونو تور بېرغونه لګول شوي دي۔

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں