د اوبو په اړه د پاكستان او هند ترمېنځه خبرې اترې خوشبينه دي

image
APP65-28 ISLAMABAD: August 28 - Foreign Minister Shah Mehmood Qureshi addressing a press conference at Foreign Office. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د اوبو په معامله د پاكستان او هند ترمېنځه خبرې اترې خوشبينه دي٬ د ټېرر فنانسنګ مخنيوي په معامله پخواني حكومت بې غوري كړې٬ لنډ مهاله حكومت په دې لړ كښې ضروري ګامونه پورته كړي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سناتورې شېری رحمان د اولسي اهميت معاملې په ځواب ده ووئيل نړۍ د روهنګيا مسلمانانو په معامله غلې ده ٬هيله لرو چې ملګري ملتونه به دا معامله په سنجيدګۍ سره واخلي ٬ زمونږ خواخوږي د روهنګيا مسلمانانو سره ده٬ دا انساني مسئله ده۔ ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د ټولو په وړاندې ده ٬ هلته د بشري حقونو خلاف ورزۍ د ټولو په وړاندې دي ٬د تشدد پاليسۍ غېر موثره شوې ٬ خارجه وزير ووئېل نن په مقبوضه كشمير كښې ځائي اولس پخپله راپاڅېدلې ٬ مونږ د دوي نه بې غور نه يو٬ چې كله موقع ترلاسه شوه دا مسئله به پورته كوٶ٬ د اوبو مسئله د تېرو حكومتونو د بې غورۍ نتيجه ده ٬ په بېلا بېلو منصوبو په اربونو روپۍ لګولې شوې خو د اوبو د مسئلې نه ئې سرغړونه كړې ٬ خارجه ووئېل هند سره په دې حقله خبره پكار ده او د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دې معامله خبرې خوشبينه دي۔ ده ووئيل د ټېرر فنانسنګ مخنيوي په معامله پخواني حكومت بې غوري كړې چې ورسره پاكستان په ګرې لسټ كښې اچولې شوې٬ اندېښنه ده چې په بلېك لسټ كښې مو وانه چوي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ لعنت نه خلاصي لپاره به مونږ ګامونه پورته كوٶ۔ د دې نه وړاندې سناتورې شېري رحمان د اولسي حكومت په معامله ووئيل د روهنګيا پحقله د ملګرو ملتونو

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں