اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار اپريدي وئيلي دي مونږ له سيمه ايز شريك امن لپاره بيانيه جوړولو ته اړتيا ده٬ مونږ به هېواد د پرمختګ ھغه بام ته رسوٶ چې نړۍ به ورته پسخېږي٬ د ګاٶنډيانو هېوادونو ترمېنځه په زړه پورې اړيكې په نړيواله كچه د همكارۍ پېدا كولو سوب وي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د جنګ او شخړو تر مېنځه د نړيوال امن په سرخط سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د هېواد د لرې پرتو سيمو اولس نن هم په سختو حالاتو كښې ژوند كوي٬ د اوسنيو شخړو هواري له به نړۍ له په ګډه كار كول وي۔ شهريار اپريدي ووئيل بشري حقونو او د دوي خېر ښګړې له به نړۍ له راوړاندې كېدل وي٬ مونږ له دا اعتراف كول دي چې مونږ د انسانانو دوستان يو٬ مونږ له به د انسانيت مسئلو ته پاملرنې لپاره مثبت سوچ خپلول وي۔ شهريار اپريدي ووئيل د ګاٶنډي هېوادونو ترمېنځه په زړه پورې اړيكې په نړيواله كچه د همكارۍ پېدا كولو سوب وي٬ منطقه كښې امن راوستل زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ زمونږ منطقه ډېرې قدرتي وسيلې لري٬ مونږ له نوۍ پېړۍ له د امن پېغام وركول دي٬ ده ووئېل عام وګړي نن هم د بې وسۍ په ژوند مجبور دي۔ ده ووئيل هر خپلواكه هېواد دا حق لري چې د خپلو مفاداتو تحفظ وكړي۔ ده ووئيل د ګلوبل وېلېج په سوب د انفرادي عمل اثر په ټوله نړۍ پرېوځي٬ شخړې هوارول زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده ٬ مونږ له به خپله ذمه واري ترسره كول وي ګني نو تاريخ به مونږ كله هم ونه بخښي۔ دوهم وزير ووئيل اقتصادي پرمختګ امن سره تړلے دې۔ ده ووئيل مونږ له سيمه ايز شريك امن لپاره بيانيه جوړولو ته اړتيا ده٬ د نړۍ 50 فيصده آبادي او پېداوار زياته برخه په دې منطقه كښې پرته ده۔ شهريار اپرېدې ووئيل د اروپائي هېوادونو ترمېنځه شخړې 4000 كالو پورې وې او شمالي امريكا په كلونو د شخړو ښكار وه۔ ده ووئيل اروپا او شمالي امريكې د تاريخ نه سبق واخست او اروپائي ائتلاف او نافټا غوندې ادارې ئې تخليق كړې