د پاك پوځ كېپټن ضرغام فريد په مومندو كښې د مائن شنډولو په هڅه شهيد شو

image

اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی)د پاك پوځ يو بل زلمې په ګران هېواد قربان شو٬ كېپټن ضرغام فريد په مومندو ضلع كښې د مائن شنډولو په هڅه شهيد شوې۔د آئي اېس پي آر مشر ميجر جنرف آصف غفور خپل ټوېټ كښې وئېلي دي په مومندو كښې مائن د شنډولو په مهال وچاودېدو چې په نتيجه كښې يې كېپټن ضرغام فريد شهيد او د بم ډسپوزل ډلې غړې عسكر ريحان سخت ژوبل شوې۔ميجر جنرل آصف غفور له مخې شهيد شوې 25 كلن كېپټن ضرغام واده نه ؤ كړې ٬د هغه تعلق د سرګودهې ضلع سره دے۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں