د وزيراعظم عمران خان په لاهور كښې غريب او بې وسه كسانو لپاره د پناه ځائ جوړولو پروژې د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته وېنا

image
APP25-10 LAHORE: November 10 - Prime Minister Imran Khan talking to media personnel after inauguration of the Shelter House at Railway Station in the Provincial Capital. APP photo by Mustafa Lashari

اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د علامه اقبال او قائداعظم د تصوراتو له مخې پاكستان فلاحي رياست جوړولو لپاره پوخ عزم لرو٬ انشاء اللہ پاكستان به په اسلامي نړۍ كښې د فلاحي رياست مثال جوړېږي٬ د شېلټر هوم جوړولو پروژه ووټونو لپاره نه بلكې احساس او د رحمدلې جذبې له مخې پېل كړې شوې٬ كومه هم ټولنه تر هغه وخت مهذب نه شي كېدې چې تر څو پكښې خپلو غريبانو٬ بې وسه او بې چاره خلقو لپاره د رحمدلې او همدرۍ جذبه نه وي٬ نن د دې پروژې د بنياد تيګه كېښودل د فلاحي رياست په پلو وړومبې قدم دے٬ د قانون حكمراني باوري كول د حكومت ذمه واري ده٬ كه د سترې محكمې پرېكړې عمل نه شي نو حكومت او رياست به څنګه چلېږي٬ حكومت سترې محكمې سره ولاړ دے۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په لاهور كښې غريب او بې وسه كسانو لپاره د پناه ځائ جوړولو پروژې د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د دې څخه وړاندې عمران خان د پروژې د بنياد تيګه كېښوده او د دې نه پس د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره دعا وكړې شوه۔ د دې نه پس د لاهور ډويلپمنټ اتهارټۍ لخوا وزيراعظم ته د پروژې په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم عمران خان د دې پروژې په عملي كولو كښې د پنجاب وزيراعلٰي د كاركردګۍ ستائنه وكړه او وې وئيل چې د هغه د وزيراعلٰي جوړولو پرېكړه درست ثابتېږي۔ كله مې چې د ټاكنو نه پس د سردار عثمان بزدار نامزدګي وكړه نو د دې سخت مخالفت وكړے شو ځكه چې د دې نه وړاندې د اعلٰي وزارت په چوكۍ د داسې خلقو نامزدګې تصور و چې هغوي لوي لوي محلونه لري٬ پروټوكول سره ګرځي او چې د كروړونو روپې انټرټېنمټ بل ئې وي۔ په پنجاب كښې به وزيراعلٰي باچا ګنل كېدو۔ مونږ د داسې وزيراعلٰي د نامزدګې پرېكړه وكړه چې تعلق ئې پاتې سيمې سره و٬ د ده په سيمه او كور كښې برېښنا نه وه٬ دا داسې سيمې دي چرته چې دوه نيم لكه خلقو لپاره يو ډاكټر او د روغتيا اسانيې نشته۔ په دې سيمو كښې د څښكلو اوبه او نورې بنيادې اسانيې نشته۔ وزيراعظم ووئيل چې چا هم دا فكر نه و كړے چې د پاتې او غريبو سيمو خلق څنګه ژوند تېروي۔ سردار عثمان بزدار د سوئيلي پنجاب پرمختګ لپاره وزيراعلٰي جوړ كړے شوے۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ دا پروژه ووټ بنك لپاره نه بلكې د احساس او د رحم د جذبې له مخې پېل كړې۔ ده ووئيل چې په لاهور كښې په يو شمېر سيمو كښې خلق په باران او ژمي ك ښې د سړكونو په غاړو په الودګۍ كښې ويده كېږي٬ چا هم د داسې وګړو فكر نه كولو ځكه چې د دې خلقو ووټ بنګ نه و۔ وزيراعظم ووئيل چې ده په سوشل مېډيا يو عكس ليدلې دے چې پكښې يو مزدور خپل بچو سره د سړك پغاړه وېده كېږي۔ ده ووئيل چې زه وايم چې د كوم انسان په زړه كښې رحم نه وي هغه انسان نه وي۔ انسان چې كله د نېكې ٬ همدردې او رحمدلې صفات خپل كړي نو اشرف المخلوقات شي بلكې درجه ئې د فريښتو نه هم بره شي خو چې كله پرېوځي نو د ځناورو نه هم بدتره شي۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د قائداعظم محمد علي جناح او د علامه اقبال د تصور او هڅو په رڼا كښې جوړ شوے و٬ قائداعظم محمد علي جناح د 20مې پېړې لوي سياسي لارښود و كوم چې نيمې وچې پاك و هند لپاره د يو اسلامي فلاحي رياست تصور وړاندې كړو او عملي ئې كړو۔ ده ووئيل چې د نړۍ وړومبې فلاحي رياست د مدينې و٬ وزيراعظم ووئيل چې حكومت سنبالولو سره حكومت ستونزو سره مخ شو۔ مونږ د قرض په ادا كولو كښې ستونزو سره مخ و٬ پاكستان د دې بحران نه بهر شوے۔ وزيراعظم ووئيل چې نن مونږ د فلاحي رياست په پلو وړومبې قدم پورته كړے٬ د دې نه پس لوي لوي كارونه كول دي۔ ده په دې موقع د يو چينائي متل حواله وركولو سره ووئيل چې زرګونه ميله سفر د وړومبي قدم نه پېل كېږي۔ وزيراعظم ووئيل چې د لاهور په پنځو ځايونو كښې به شېلټر هوم جوړولې شي۔ وړومبې شېلټر هوم به مثال وي۔ ده ووئيل چې د چين نه مو زده كړې كړې چې اويا كروړه خلق ئې د غربت نه څنګه ويستلي دي۔ مونږ غريبانو لپاره پېكج وړاندې كوو۔ دا پېكج به زمونږ د 100 ورځو د كاركردګۍ مهمه برخه وي۔ وزيراعظم په دې موقع د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركولو سره ووئيل چې حكومت به د سترې محكمې د پرېكړې له مخې كار كوي۔ د قانون حكمراني زمونږ ذمه واري ده۔ د شېلټر هوم په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې داسې شېلټر هوم لپاره د خېبر پښتونخو او سندھ ګورنر سره خبره شوې٬ د سندھ وزيراعلٰي سره به هم د داسې شېلټر هوم جوړولو لپاره خبره كوم۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں