په سوئېلي آسيا كښې امن٬سلامتيا او استحكام لپاره د شخړيز كشمير د كشالې هوارې ضرورې دے۔د خارجه دفتر وياند ډاكټر فيصل سېمينار ته خطاب

image

اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) پاكستان ښكاره وئېلې دي پاكستان د شخړيز كشمير مسئلې سفارتي حل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو په رڼا كښې غواړي٬د هند لخوا د خبرو اترو څخه انكار او د كشميريانو د هلو ځلو له مينځه وړلو هڅې منطقې ٬ نړيوال امن او سلامتيا لپاره مستقل خطره دي٬پاكستان د برتانيې په كشمير د پارليماني ګروپ راپور او د سفارشاتو هركلې كوي او د دې لوظ پخلې كوي چې په سوئېلي آسيا كښې امن٬سلامتيا او استحكام لپاره د جمو كشمير كشالې هوارې ضرورې دے۔د جمعې په ورځ د كل جماعتي حريت كنفرنس تر سيوري لاندې كشمير هاؤس كښې سېمينار ته خپل خطاب ګښې ده ووئيل د برتانيې پارلمان د شخړيز كشمير لپاره د كل جماعتي پارليمان راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر په راپور كښې د پورته كړې تحفظاتو او اندېښنو تصديق كړې ۔ وياند ووئېل په دې راپور كښې د هندي وسله والو ځواكونو لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بنيادي بشري حقونو د خلاف ورزو اعتراف شوې او په تفصيل د هند امنيتي ځواك ته د وركړې شوو اختياراتو ذكر هم شوې ۔ ده ووئېل دا راپور نه يوازې د كشمير د مسئلې د سنګينې په نړيوال كچه اعتراف دے بلكې نړۍ څخه مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د پټولو ناكامي هم ده ۔ده ووئېل كله هم چې په مقبوضه كشمير كښې د هند د لاسه د بشري حقونو د خلاف ورزو نړيواله كچه د تحقيق خبره كوي نو هند په سمدستي توګه د دې تور په كشميري اولس لګوي او دوي ترهه ګر ګرځول پېل كوي او دا ادعا كوي چې كشميري اولس د پاكستان په ا شاره احتجاج كوي۔ وياند ووئېل دا ادعا بې بنسټھ ده ځكه چې د كوم هېواد لپاره په عملي توګه دا ممكنه نه ده چې هغه په كوم بل هېواد كښې اوسېدونكې د زرګونو په شمېر احتجاج لپاره سړكونو او كوڅوو ته په راوتلو مجبوره كړي۔رښتيا خبره دا ده چې دغه خلق پخپله په احتجاج كولو مجبوره دي۔وياند ډاكټر فېصل ووئېل تشدد ٬ غېر قانوني ګرفتارۍ٬ جبري بې دركه كول او بې ګناه كشميريان د پيلټ ګنز د لارې د هندي وسله والو ځواكونو لخوا د نابينا كولو ګامونه د دې خبرې ثبوت دې چې هند خپلو غلطو څخه څه ذده كړې نه دي

مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں