د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ټورازم ټاسك فورس غونډه

image

اسلام آباد 04 فروری (اے پی پی) په هېواد كښې سېلګرۍ ته د ودې وركولو ٬د صوبو او وفاق ترمينځه موثره رابطو٬د سېلګرۍ په اړه د صوبائي ريګوليټري فريم ورك جوړولو ٬په نړيواله كچه د هېواد سېلګري رامخې ته كولو غوندې د مهمو مقاصدو لپاره د 25 كسيزه نېشنل ټورازم كوآرډينېشن بورډ جوړولو منظوري وركړې شوې او د پي ټي دي سي د تنظيم نو پريكړه وكړی شوه۔د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د ټورازم ټاسك فورس غونډه وشوه چې پكښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬د بين الصوبائي رابطو وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا٬خاص مرستيال افتخار دراني٬ذوالفقار بخاري٬صوبائي وزيرانو او د ټاسك فورس غړو ګډون وكړو۔په غونډه كښې سېلګرۍ ته د ودې وركولو ٬د صوبو او وفاق ترمينځه د موثره رابطو ٬د صوبائي حكومت مرستې سره د سېلګرۍ په اړه د ريګوليټري فريم ورك جوړولو ٬په نړيواله كچه د هېواد سېلګري رامخې ته كولو غوندې مهمو مقاصدو لپاره د نېشنل ټورازم كوآرډينېشن بورډ جوړولو منظوري وركړې شوه ۔د 25 غړو پشمول نېشنل ټورازم كوآرډينېشن بورډ به د وفاقي وزارتونو٬صوبائي محكمو او د نجي څانګې ټورازم انډسټري سره په اړوندو كسانو مشتمل وي۔په غونډه كښې د پي ټي ډي سي د تنظم نو پريكړه هم شوې دغسې د پي ټي ډي سي د 200 اربه روپو جائيدادونه به صوبو ته منتقل كولې شي۔پي ټي ډي سي به د نېشنل ټورازم كوآرډينېشن بورډ لپاره د سېكرټرېټ كار ترسره كوي۔په غونډه كښې د مذهبي ټورازم٬ايډوينچر ټورازم٬كلچرل٬تاريخي او اركيالوجيكل ټورازم٬ايكو ټورازم٬انفراسټركچر او سهولت كارۍ٬سرمايه كارۍ او ټورازم برينډينګ لپاره د خاص وركنګ ډلې جوړولو پريكړه وشوه۔وزيراعظم ته د سېلګرۍ پھ حقله په تراوسه پېشرفت بريفنګ وركړی شو۔ده ته ووئيل شول په خېبرپښتونخوا كښې د سېلګرۍ د 20 نوو ځايونو جوړولو عمل روان دے۔وزيراعظم ته په پیښور كښې قلعه بالاحسار د سېلګرۍ ځائ جوړولو په پېشرفت هم بريفنګ وركړې شو۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل قلعه بالاحسار به د سېلګرۍ د هڅو ځلو مركز جوړولې شي۔وزيراعظم سپارښتنه وكره چې په پنجاب كښې 800 او په خېبرپښتونخوا كښې 157 ريسټ هاؤسز كمرشل استعمال لپاره دې انتظاماتو ته حتمي شكل وركړې شي دغسې ايكو ټورازم ته دې هم خاص پام لرنه وكړې شي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں