وزيراعظم عمران خان سره د لكسمبرګ خارجه وزير جين ايسل بورن وليدل

image

اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د پاكسان اولكسمبرګ ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې اهميت رامخې ته كولو سره د آئي ټي٬صحت او د توان په اړه د لكسمبرګ كمپنو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړی ده ۔ده دا خبره د لكسمبرګ خارجه وزير جين ايسل بورن سره په خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د زيارت په ورځ په وزيراعظم آفس كښې ليدل۔د هند سره د اوسني صورتحال په اړه وزيراعظم ووئيل پاكستان د تاؤ تريخوالي كمولو او د خبرو اترو د لارې د ټولو مسئلو حل له ځينې اقدامات كړي۔د لكسمبرګ خارجه وزير سيمه كښې امن او استحكام له د پاكستان هڅې وستائېلې۔ده پاكستان د اروپائي ائتلاف لپاره يو مهم هېواد ګرځولو سره اتفاق كوو سره ووئېل دوه اړخيزه مرستې ته پراختيا وركولو موقعې شته۔ده پاكستان له”د لكسمبرګ ګرين فنانس”څخه استفادې كولو بلنه وركړه كوم چې سماجي او كوټلي سېكورټيز يو خاص پليټ فارم دے ۔ده د بدعنوانۍ ختمولو او ښه ډول حكمرانۍ ودې له د حكومت اقدامات وستائېل

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں