د وسله والو ځواكونو د پاكستان ورځ پھ شريك پرېډ كښې د چين او تركيې فضائي الوتكو په بشپړه ډول د فضائي كرتب څرګندونه وكړه

image
APP02-23 ISLAMABAD: March 23 – An acrobatic performance of Chinese Aircraft J-10 in the sky of the federal capital on the eve of Pakistan Day Parade 2019. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 23 مارچ (اے پی پی) د وسله والو ځواكونو د پاكستان ورځ پھ شريك پرېډ كښې د چين او تركيې فضائي الوتكو په بشپړه ډول د فضائي كرتب څرګندونه وكړه۔ د چين او تركيې الوتكو پھ فضاﺀ كښې د قوس قزح او پاكستان سره د ملګرتيا رنګونه شيندل۔ د تركيې الوتكې پائېلوټ د كنټرول د لارې په خپل پېغام كښې پاكستانيانو ته د 79مې پاكستان ورځ مباركي وړاندې كړه٬د پاك تركيه ملګرتيا پائنده باد نعرو سره ئې فلائي پاسټ پیل كړو د تركيې لخوا ټول پاكستاني قوم ته سلام وړاندې كړی شو۔ دغسې د چين هوائي ځواك په 6 الوتكو مشتمل”بااي”ډلې په ښه ډول ايئر شو كښې برخه واخسته او په پرېډ كښې ناستو د زرګونو په شمېر او په ټي وي ليدونكو د كروړونو په شمېر كسانو ئې ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں