د ګرین لائن سروسز ټېنډر اوشو٬ رېل ګاډې به د 15م اپرېل څخه 6500 روپو په كرايه كښې دوه د ماښام ډوډۍ ٬ يو نارې ٬ بېډنګ صفائي او د وائي فائي آسانۍ سره مسافر منزل ته رسوي۔ شېخ رشید احمد

image
APP26-27 LAHORE: March 27 - Federal Minister for Railways Sheikh Rashid Ahmed addressing a press conference at Railway Headquarters. APP photo by Ch. Mubarik Ali

لاهور 27 مارچ (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد وئيلي دي د ګرین لائن سروسز ټېنډر شوې دې ٬ رېل ګاډې به د 15م اپرېل څخه 6500 روپو په كرايه كښې دوه ډنر ٬ يوه ناشته٬ بېډنګ صفائي او د وائي فائي آسانۍ سره مسافر منزل ته رسوي٬ په دې ټېنډر كښې 40 نجي پارټو برخه اخستې ده چې پكښې يوه پارټي اهل ګرځولې شوې او تر 15م اپرېل د ګرېن لائن رېل 90 فيصده بكنګ شوې ٬ ده ووئېل د ګرېن لائن او جناح اېكسپرېس كرايه به يو برابر وي۔ د رېلوے په مركزي دفتر كښې ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووېيل كوچز او فريټ رېل لپاره انټرنېشنل ټېنډر له بلنه وركړې شوې ٬ دوه نوې رېل ګاډو سره ډائننګ ډبۍ هم تړو٬ فرېټ لپاره ډيزل رېل ګاډي ولاړ دے٬ ده ووئېل اي سي سي پاكستان سټېټ آئل ته امر كرې چې 3 زره فرېټ كوچز لپاره ھغوي خپل كار پېل كړي هيله لرو چې دې سره به زمونږ فريټ يو په دوه شي

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں