د اولس مشر ډاكټر عارف علوي حميد هارون او سرمد علي ته په متفقه توګه د اے پي اېن اېس صدر او عمومي سېكتر په ټاكل كېدو مباركي

image

اسلام آباد ۔ 30 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي حميد هارون او سرمد علي ته په متفقه توګه د آل پاکستان نیوز پېپرز سوسائټی( اے پی اېن اېس) په صدر او عمومي سېكتر ټاكل كېدو مباركي وركولو سره ددې هيلې څرګندونه كړې ده چې نوې ټاكل شوې عهدېدار به ذمه وار او معني لرونكي صحافت له كار وكړي او نوې ټاكلې شوې باډي به د حكومت او ميډيا ترمينځه اړيكو ته وده وركړي۔ اولس مشر نوې ټاكلې شويو عهدېدارو په شمول د اېګزېكټو كمېټۍ ټولو 35 ټاكلې شويو غړو ته مباركي وركړه۔ اولس مشر هيله ولرله چې نوې ټاكلې شوې باډي به د ذمه وار او معني لرونكي صلاحيت د لارې د حكومت او ميډيا ترمينځھ اړيكې مستحكم كولو له كار وكړي۔

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں