پاکستان هېواد كښې د كاروبار آسانولو په خاطر ډېر پېشرفت كړې ۔ د عبدالرزاق داٶد

image
APP94-04 ISLAMABAD: April 04 - Advisor to PM on Commerce, Textile, Industries, Production and Investment, Abdul Razak Dawood chairing a high-level review meeting on the ease of doing business refoms agenda along with Chairman BOI, Haroon Sharif in the Board of Investment. APP Photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي پاکستان هېواد كښې د كاروبار آسانولو په خاطر ډېر پېشرفت كړې او په دې لړ كښې د پاكستان په رېنكنګ كښې هم بهتري راغلې ده او حكومت به د نړيوال بانك د ډلې راتګ نه وړاندې كاروبار كښې د آسانيو د ټولو قامي اشاريو حتمي جاج اخلي۔ عبدالرزاق داٶد دا خبرې په بورډ آف انوسټمنټ كښې د لوړې كچې غوندې په مهال وكړې كومه چې په كاروبار كښې د اسانيو په لړ كښې د اصلاحاتي اېجنډې جاج اخستو لپاره شوې۔ په غونډه كښې د بورډ آف انوېسټمنټ چيئرمېن هارون شریف هم ګډون كولو۔ د وزیراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد ووئيل پاكستان كښې كاروبار له د آسانيو په لړ كښې په رېنكنګ كښې 11 پوائنټس بهتري راغلې كومه چې 136/190 څخه 147/190 شوې او رېنكنګ كښې دا بهتري كاروبار كولو پحقله د كال 2019 په راپور كښې شوې ۔ ده په اصلاحاتو د عملدرآمد ستائنه وكړه او وفاقي او د صوبائي محكمو لخوا په پرله پسې د هلو ځلو په روانو ساتلو ئې زور رواړو۔ ده په اصلاحاتو كښې د شراكت دار په توګه د نړيوال بانك د معاونت هم ستائنه وكړه كومه چې بانك د كاروباري ماحول په لړ كښې كړې۔ عبدالرزاق داؤد ووئيل په كاروبار كښې اصلاحات د وزيراعظم ترجيحات دي او وزيراعظم په دې لړ كښې د پېشرفت خپله هم جاج اخلي او د وزیراعظم په مشرۍ كښې د جاج يو شمېر غونډې د دې نه وړاندې هم شوې او بيا به هم ډېر زر كولې شي چې پكښې به ټول وفاقي سېكتران او صوبائي چيف سېكتران ګډون كوي۔ عبدالرزاق داٶد د ټولو ادارو په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه او امر ئې وكړو چې په ټولو اصلاحاتو كښې پېشرفت د 30م اپرېل كال 2019 نه وړاندې بشپړول

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں