د وزيراعظم د غريبې ختمولو پروګرام خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر خبري كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 08 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د غريبې ختمولو پروګرام خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې حكومت لس لكه غريب خلقو لپاره راشن سكيم پېل كوي او دې لپاره به په سپېځلي ډول كارډونه وېشلې شي٬ هغو ټولو معذورو كسانو ته به كارډونه وركولې شي كوم چې نادرا سره رجسټرډ دي٬ د وزيراعظم په هدايت به معذور كسانو لپاره په دوه فيصده كوټه په سختې سره عمل كولې شي٬ معذوره كسانو ته د نوي پاكستان په هاؤسنګ سكيم كښې دوه فيصده كوټه وركولې شي۔ د كفايت شعار پروګرام له مخې به 70 لكه غريب مېرمنو ته وظيفې وركولې شي او د ضرورت له مخې به د دې شمېره زياتولې شي٬ يتيمانو لپاره نوې پاليسې تيارولې شي۔ هغې دا خبرې د خالي په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ثانيه نشتر ووئيل چې د كال 20-2019 بجټ خو كفايت شعار بجټ دے۔ د سختو مالي حالاتو له امله يو شمېر ادارو په خپله خوښه خپل بجټ كم كړے او زياتو وزارتونو خو د اضافي بجټ غوښتنه هم نه ده كړې۔ په داسې حالاتو كښې د سماجي تحفظ بجټ يو په دوه كول د وزيراعظم يو بل مهم قدم دے۔ دا د فلاحي رياست په پلو يو مهم قدم ګڼلې شي۔ د وزيراعظم مرستيالې په دې موقع په احساس پروګرام هم خبرې وكړې۔ هغې ووئيل چې د 500 نه زيات د كفالت مركزونه جوړولې شي چرته به چې ټولې اسانيې موجود وي۔ 30 لكه كورنيو ته به علاج لپاره انصاف كارډونه وركولې شي۔ هغې ووئيل چې غريبانو لپاره د احساس كور كار پېل شوے۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں