د وزيراعظم عمران خان د پنجاب حكومت د انټي كرپشن اېپ پرانستې دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د كرپشن په ضد جهاد كښې دې ټول قام شريك شي٬په تېر وخت كښې هغه پيسه كومه چې د اولس په خېرښېګړه خرڅ كول وه ٬د مني لانډرنګ د لارې بهر وړلې شوې او پرې محلونه جوړ كړی شوي٬كك بيكس او كمېشن لپاره داسې پروژې پېل كړی شوې چې د كومو ضرورت نه ؤ ٬كرپټ قامونه كله هم پرمختګ نه شي كولې٬د كرپشن په نتيجه كښې د هېواد معيشت او پرمختګ ځپلې كېږي او د اولس د ژوند ضروريات ګران شي٬په كرپټ ټولنو كښې سرمايه كاري نه كېږي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د بدعنوانۍ مخ نيوي نړيوالې ورځې په موقع د پنجاب حكومت لخوا د انټي كرپشن اېپ پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔په دې موقع د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار٬د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل د پنجاب حكومت لخوا انټي كرپشن اېپ پېل كول يو لويې ګام دے٬د پنجاب حكومت د كرپشن په ضد متاثره كونكې كاركردګي ښودلې۔ده د پنجاب وزيراعلٰی ته هدايت وكړو چې هغه د پنجاب حكومت د كاركردګۍ نه اولس خبر كړي ا و په خاص توګه د كرپشن په ضد اقدامات په ډاګه كړي۔وزيراعظم ووئيل د اولس خبرولو ضرورت دے چې د كرپشن او د ژوند په خپلو كښې څه تعلق دے۔د شعور نشت والي له امله خلق په كرپټ خلقو هم ګلونه شيندي او دوي لپاره د زنده باد چغې وهي۔ده ووئيل دې خلقو ته معلومه نه ده چې د هېواد د پيسې غلا سره نه يوازې د حكومت يا د قامي خزانې بلكې د ټول قام زيان كېږي۔ده ووئيل د پنجاب حكومت چې كوم اېپ جوړ كړی په دې اړه دې اشتهار وركړي او اولس دې خبر كړي چې د اېپ ګټه څه ده۔ده ووئيل پھ نړۍ كښې چې كوم هېوادونه پھ تندۍ سره پرمختګ كوي٬په دې كښې چين په وړومبي سر كښې دے۔د چينائي اولس مشر د مقبوليت راز دا دے چې ده په تېرو پنځو شپږو كلونو كښې د 400 نه زيات اعلٰی حكومتي شخصيات په كرپشن زندان كښې اچولي او احتساب يې كړې ځكه هغه په چينائي اولس كښې ډېر مقبول دے۔ ده ووئېل د هغه ځاې خلقو ته معلومه ده چې د كرپشن په وجه قام غريب كېږي۔ده ووئيل په دې وخت كښې د بيروت٬چلي او د عراق پشمول په يو شمېر هېوادونو كښې اولس د كرپشن په ضد سړكونو ته راوتلې۔دا د سوشل مېډيا زمانه ده چې پكښې كرپشن نه پټيږي بلكې څرګندېږي۔وزيراعظم ووئيل وسيلې د كوم هېواد د غريب كېدو يا امير كېدو سره هېڅ تعلق نه لري ځكه چې سوئټزرلينډ سره وسيلې كمې دي خو تر ټولو مالداره هېواد دے د دې په مقابله كښې نائيجېريا ډېرې وسيلې لري خو اولس يې غريب دے دا ځكه چې هلته كرپشن دے۔ ده ووئېل كوم قام چې خوشحاله وي هلته به كرپشن نه وي او كوم ځاې چې كرپشن وي هغه قام نه شي خوشحالېدې۔وزيراعظم ووئيل د نړۍ پرمختللې او نوې ټولنې د كرپشن خاتمې ته زيات پام كوي او دا نه زغمي۔په امريكا كښې تر 30 كاله پس هم د چا كرپشن څرګند شي نو هغه نيولې كېږي۔وزيراعظم ووئيل په پنجاب كښې د اربونو كربونو زمكې د قبضه ګرو نه بېرته ترلاسه كړی شوي ۔د 130 اربه زمكه بېرته ترلاسه كول ډېره لويه كارنامه ده۔دستورې ته د پنجاب وزيراعلٰی عثمان بزدار هم وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : quina acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں