سېنېټر كلثوم پروين يوه پوهه سياستمداره وه۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز په سېنېټ كښې د غمرازۍ ريفرنس ته خطاب

image

اسلام آباد 30 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز وئيلي دي سنيټر كلثوم پروين درې ځله د دې ايوان غړې ټاكلې شوې وه٬ د ھغې په مرګ غمژن يم٬ “كل نفس ذائقه الموت” اصل څيز زمونږ عملونه دي٬ مونږ به د خپلو اعمالو سره رخصتېږو۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د شورو په ورځ په سېنېټ كښې د سنيټر كلثوم پروين په مړينه د غمرازۍ ريفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل دا مونږ ته يادګيرنه ده چې مونږ له په دې ايوان كښې د خپل هېواد او اولس خدمت لپاره خپل ځان وقف كول دي۔ ده ووئيل د كرونا وباء په سبب هېواد ستونزو سره مخ دے٬ د بې وسۍ باوجود مونږ د ستونزو مقابله كړې٬ زمونږ معيشت د نورو په نسبت بهتر دے چې پكښې زمونږ د حكومت لائحه هم شامله ده۔ ده ووئيل سنيټر كلثوم پروين د دې ايوان دور اندېشه غړې وه٬ د دنيا په چارو پوهه مېرمن او يو پوهه سياستمداره وه۔ ارواښادې بلوچستان څخه د خپل سياسي كېريئر پېل كړے ؤ كوم چې تر ډېره حده د رشك جوګه دے۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړې۔

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں