موجودہ حکومت د غربت خاتمې او بې وسه طبقې له د ژوند په هره څانګه كښې سهولتونه وركولو لپاره ټول وسائل كاروي۔ثانيه نشتر

image
APP33-080121 DIKhan: January 08 – SAPM Dr. Sania Nishtar inspects Ehsaas survey in the outskirts of Dera Ismail Khan. APP

پېښور 08 جنوري(اے پي پي) د غربت كمولو او سماجي تحفظ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټرثانيه نشتر وئيلي دي موجودہ حکومت د غربت خاتمې او بې وسه طبقې ته د ژوند په هره څانګه كښې سهولتونه وركولو لپاره ټول وسائل كاروي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ډېره اسماعيل خان دوه ورځنۍ دورې په مهال سركټ هاٶس ډېره اسماعيل خان كښې ميډيا سره په خبرو كښې وكړه ۔ ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل موجودہ حکومت د غربت خاتمې او د بې وسه طبقې د ژوند معيار ښه كولو لپاره بېلا بېلې منصوبې پېل كړي د كومو په اړه چې په اولس كښې شعور بېدارول ډېر ضروري دے دغسې چې زيات حقدار د دې منصوبو خوږو څخه مستفيد شي۔ دې ووېيل په دې لړ كښې به د تعليم څانګې خدمات هم ترلاسه كولې شي ځكه چې استاذان د اړوندو سكولونو د لارې كميونټي سره نيغ په نېغه تعلق لرې او دوي د حالاتو نه په ښه ډول خبر وي۔ دې د ميديا نمائندګانو ته هم غږ وكړو چې په دې لړ د دوي كردار هم د اهميت وړ دے ځكه چې خبريالان د ټولنې سترګې او غوږونه وي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں