پاك چين اړيكې ډېرې ځانګړې دي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د بېجنګ دورې څخه د چين پاكستان اړيكو د انفراديت عكاسي كېږي۔ د چين سفير نونګ رونګ خاص مضمون

image

“رپورټ:دي نيوز پاكستان”
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) پاکستان كښې د چين سفير نونګ رونګ د پاك چين اړيكې ډېرې ځانګړې ګرځولو سره وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف د بېجنګ دورې څخه د چين پاكستان اړيكو د انفراديت عكاسي كېږي څوك چې د 20 سي پي سي نېشنل کانګرېس نه پس د چين دوره كونكے وړومبے حكومتي مشر ٶ، د سي پېك له مخې د 25 اربه ډالرو نه زياتې مجموعي سرمايه كارۍ سره 47 منصوبې پېل كړې شوې او بشپړې شوي، په بل پړاٶ كښې به مونږ پاكستان كښې د صنعتونو ودې او د دغي درآمدي مسابقت زياتولو لپاره صنعت، زراعت، سائنس او ټيکنالوجۍ له مرسته ښه كوٶ٬ سږ كال چين ته د پاكستان برآمدات د 4 اربه ډالرو نه د زياتېدو هيله ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كميونسټ پارټي آف چائنه شلم نېشنل کانګريس او د وزيراعظم شهباز شريف د چين دورې په اړه په خصوصي توګه انګليسۍ ورځپاڼې “دي نيوز” كښې خپل اوسني مضمون كښې كړې۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د چين دورې په مهال چين په پاكستان كښې د سېلاب تباهۍ نه پس د بيا رغونې لپاره د 500 مېليونه يوان هنګامي مرسته اعلان كړې چې ورسره پاکستان لپاره د چين مجموعي مرسته 1.16 اربه يوان (36 ارب روپو) ته رسېدلې كومه چې د نورو هېوادونو په مقابل كښې تر ټولو زياته ده۔ ده ووئيل چين سېلاب څخه د شوې تباهۍ او بيا رغونې كار اندازه لګولو لپاره د پوهانو ډله هم رالېږلې ده۔ ده ووئيل څو ورځې وړاندې د کميونسټ پارټي آف چائنا شلم نېشنل کانګرېس په کاميابۍ سره پائې ته رسېدلے او په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د چين وړومبۍ سركاري دوره كړې وه، د چين پاكستان اړيكو لپاره دا دوه لوي ون يونټس پرله پسې راغلے د كوم اهميت چې ډېر زيات دے۔ ده ووئيل صدر شي جن پنګ وزيراعظم خبر كړے چې چين به د پرله پسې پرمختګ د لارې پاكستان او نړۍ ته د پرمختګ موقعې وركولو لپاره خپلې پاليسۍ دوامدارې ساتي۔ ده ووئيل چين خپلو كورنيو او د بهرنيو پاليسيو استحكام سره نړيواله وضعه د عدم استحكام نه محفوظوي او د لوړ معيار پېشرفت سره د نړيوالو معيشتونو بحالۍ لپاره يو قوي او تر اوږدې مودې فعاله او ذمه واره رويې سره منطقه او په نړۍ كښې د امن ودې لپاره پرله پسې هڅې كوي۔ صدر شي جن پنګ، وزيراعظم لي کي چيانګ او د نېشنل پيپلز کانګريس د سټينډنګ کمېټۍ چيئرمېن لي ړان شو وزيراعظم شهباز شريف سره خبرې كړي۔ ده ووئيل ډلو د ګډې يوه اعلاميه هم جاري كړې او د اي کامرس، ډيجيټل اکانومي، زرعي مصنوعات برآمد، مالي مرسته، د كلتوري املاك تحفظ، انفراسټرکچر، فلډ ريليف، د آفتونو نه پس د بيا رغونې پشمول ګلوبل ډويلپمنټ انيشي ايټو، د څاروو په رنځونو قابو موندل٬ ٬ د معاش ذريعې٬ كلتوري مرسته، خلاء، جيو سائنسز سره سره لا انفورسمنټ او د امنيتې په څانګو كښې په يو شمېر لوظنامو او اېم او يز لاسليك كړے شوي۔ د چين سفير ووئيل صدر شي جن پنګ د دوو مياشو نه هم په كمه موده كښې وزيراعظم شهباز شريف سره دا دوېم ملاقات ٶ٬ ده وزيراعظم شهباز شريف ته د شلم نيشنل کانګرېس نه سمدستي وروستو د چين دورې په ذاتي توګه بلنه وركړې ، دې دورې سره د چين پاكستان د اړيكو د انفراديت او د چين په مجموعي سفارتكارۍ كښې د پاكستان د اهميت عكاسي كېږي، دا بې مثاله ستراتېژك کوآرډينيشن او د شريك سياسي باور موجودګي ده٬ هم دا سبب دے چې د داړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې بيانولو لپاره ”آهني دوستۍ” اصطلاح استعمالېږي۔ ده ووئيل پاكستان چين سره خپلو اړيكو ته د خپلې خارجه پاليسۍ د بنيادي ستن په توګه ګوري، لكه څنګه چې صدر شي جن پنګ وزيراعظم شهباز شريف ته وئيلي وٶ چې چين پاکستان سره خپلو اريكو ته په استراتېژك او د تل پاتې په نطقه نظر ګوري او چين ورته ته د خپلو ګاٶنډيانو سره د سفارتكارۍ پحقله ترجيح وركوي۔۔ ده ووئيل پاك چين اړيكې سي پېك څخه عبارت د عملي مرستې د كوټلې معاونت بې مثاله ثبوت هم دے۔ ده ووئيل چين د کراچۍ سرکلر رېلوے په هلو ځلو كښې پېشرفت ته اتفاق كړے او د نمر او د تجديد وړ توان په نورو منصوبو كښې ګدون لپاره چين د كاروباري ادارو ډاډګيرنه كوي۔ ده ووئيل چين سره په زرعي تجارت كښې د پاکستان ګټه تېر كال 640 مېليونه ډالرو ته رسېدلې كومه چې په كلنه بنيادونو 13 فيصد اضافه ده٫ چين تر خپل مېګا ماركيټ د پاكستان د رسنې هركلے كوي او چين د پاكستان لخوا د اعلٰې معيار غذائي او زرعي مصنوعاتو په چين كښې د خرڅ هم هركلے كوي۔ ده ووئيل د چين اولس ته تر اوسه ياد دي چې كال 2008 كښې د وېنچوان زلزلې نه پس پاكستان خپلې ټولې خېمې چين ته عطيه كړې وې، پاکستان كښې سږ كال د غېر معمولي سېلاب نه پس چين د پاكستان بشپړه مرسته كړې او د دې حجم 660 مېليونه يوان ته رسېدلے ۔ نونګ رونګ ووئيل د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواكونو ترمېنځه نزدې مرسته، اعتماد او رابطه هم موجود ده او په عسكري او امنيتي مرسته كښې به پېشرفت هم دغسې روان وي، د پاکستان او چين كلتوري مرسته او په دې د عملدرامد منصوبو په اړه لوظنامو ته تر كال 2027 پراختيا وركړې شوې٬ په كال 2023 كښې به چين پاکستان ايئر آف ټورازم او ګندھارا آرټ نمائش كېږي كوم چې به د بيجنګ په پيلس ميوزيم كېږي چې پكښې به د پاكستان متنوع كلتور او چين سره د رابطو اوږد تاريخ رامخې ته كولې شي۔ نونګ رونګ ووئيل د كرونا وباء كمېدو سره د پاكستان زده كوٶنكو چين ستنېدو چاره په موثره ډول حل كړې شوې ٬ د نېغ په نېغه فلائټ آپرېشنز پرله پسې بحالي او دې كښې زياتوالې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اولسي كچه تبادلې هم فعاله شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د چين سفير په حېث په نوې تاريخي پړاٶ كښې زما موجودګۍ زمونږ د دوه اړخيزه اړيكو سباون لپاره په ما زيات باور او لوړ توقعات رامخې ته كړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں