اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) صدرمملکت ډاکټر عارف علوي سره د پوځ نوي نومولے شوي سرلښكر جنرل سيد عاصم منير په ايوان صدر كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع صدر مملکت سيد عاصم منير ته د جنرل په چوكۍ ترقي او د پوځ سرلښكر په تعيناتۍ مباركي وركړې ۔ د چيف آف آرمي سټاف د تعيناتۍ اطلاق به د 29م نومبر كال 2022 څخه كېږي۔ صدر مملکت د چيف آف آرمي سټاف په توګه د ده كاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم كړې