وفاقي حكومت د بلوچستان پرمختګ لپاره اقدامات كوي٬ټولې پرمختيائي پروژې به په ترجيحي بنيادنوو بشپړولې شي۔وفاقي وزير احسن اقبال

image

اسلام آباد۔2 دسمبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي وفاقي حكومت د بلوچستان پرمختګ لپاره اقدامات كوي٬ټولې پرمختيائي پروژې به په ترجيحي بنيادنوو بشپړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د بلوچستان روغتيا وزير په مشرۍ كښې د بلوچستان څخه راغلې 5 كسيزه پلاوي سره د يوې غونډې مشري كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د بلوچستان د خوراك وزير او د بلوچستان چيف سېكرټري هم ګډون كولو۔په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال د وفاقي حكومت لخوا د بلوچستان پرمختګ لپاره په شوو اوسنو اقداماتو رڼا واچوله ٬ ده ووئېل وفاقي حكومت د بلوچستان پرمختګ لپاره اقدامات كوي او د اربونو روپو ماليت پروژې وفاقي حكومت د بلوچستان پرمختيائي پروژو لپاره بېلې كړي دغسې چې د صوبې پسماندګي لرې كړې شي۔ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت د بلوچستان صوبې پرمختيائي پروژې نظرانداز كړي كومو څخه چې د صوبې پرمختګ ځپلے شوے۔د يادونې وړ ده روان كال اپريل كښې موجوده حكومت اقتدار كښې د راتللو سره د بلوچستان پرمختګ ته پام لرنه كړې په خاص توګه د سېلاب نه پس صوبه ځپلې شوې۔وفاقي حكومت د بلوچستان پرمختګ لپاره د وفاقي حكومت فنډز څخه د ځينې پروژو منظوري هم وركړې۔دغسې په دې مهال صوبائي وزيرانو د بلوچستان په پرمختګ كښې په خاص خوښۍ لرلو د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال هڅې وستائېلې

مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں