ملګري ملتونه ۔7 دسمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو په اتحاد د مشتمل ګروپ جي 77 او چين لخوا د پاکستان وړاندې كړې قرارداد منظور كړو، چې له مخې به يۍ په ګرده نړۍ كښې د زياتېدونكي قدرتي آفتونو او نورو ستونزو ځپليو وګړو په بحالۍ كښې مرستې له د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نظام ته تقويت وركړې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دوهم مستقل استازي عامر خان دا قرارداد وړاندے كړو۔ د ملګرو ملتونو 193 كسيزې عمومي اسمبلۍ دا قرارداد منظور كړو۔ جي 77 او چين د ملګرو ملتونو د رامخې ته كېدونكو هېوادونو تر ټولو لويے بېن الحكومتي ګروپ دے او پاكستان دا مهال د دې ګروپ چيئرمېن دے د كوم د غړو هېوادونه شمېره چې اوس 134 ته رسېدلې ده۔ پاكستاني استازي عامر خان د قدرتي آفتونو ښكار شوې هېوادونو او وګړو د مرستې په حاجت زور راوړو۔ پاكستاني استازي په دې هم زور راوړو چې ځپليو هېوادونو لپاره دې بېړنۍ مرسته د اوږد مهاله مودې په صورت كښې باوري كړې شي۔ ده ووئيل په قرارداد كښې د بشري خواخوږۍ اقدامات باوري كولو او قدرتي آفتونو په بشري ژوند اغېز كمولو له د غوره تګلارو په ګوته كولو له د روانو هڅو ډاډګيرنه شوې ده۔ په دې موسوده كښې د ذهني روغتيا معاون خذمات د بحالۍ په چارو كښې هم شامل كړې شوې دي۔ په دې موقعه د عمومي اسمبلۍ صدر سابا كوروسي ووئيل د ملګرو ملتونو بېړنې او بشري مرسته مضبوطولو سره اړوندې غونډې له د دې نه زيات مناسب بل كوم وخت نه شي كېدې ولې چې نړۍ نن مستقل بشري بحران سره مخ ده۔ده ووئيل مونږ ټول غلط ريكارډونه ماتوؤ۔