اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب د عمران خان د ټويټ په ځواب وئيلي چې فارن ايجنټ په دې خبره افسوس كوي چې د هېواد ديواليه كولو كمېټمينټ پوره نه شو،اليكشن څخه فارن ايجنټ او د توشه خانې غل تښتي۔د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير اطلاعات ووئيل د عدم اعتماد ووټ حق استعمالولو سره فارن ايجنټ د پارليمان څخه بهر كړې شوي۔دې پوښتنه وكړه چې تر دوه كاله اقتدار كښې پاتې كيدو سره بلدياتي ټاكني ولي نه وي شوې عمران صاحب؟۔ وفاقي وزيري ووئيل پي ټي آئي په پنجاب او خېبر پښتونخواه كښې ټاكنو كولو ” كمېټمينټ” كړې ؤ ، د هغې څه وشو ؟۔ دې ووئيل يو كروړ نوكري او 50 لكهه كورونو وركولو ” كميټمينټ” شوې ؤ ، د هغې څه وشو ؟ ۔ هغه يواځي د غلا ٬ دروغو او فنډنګ اخستلو او توشه خانې غلا لپاره ”كمټډ” ؤ او اوس هم دې۔ مريم اورنګزيب ووئيل د هغه ” كميټمينټ” يواځي فارن فنډنګ اخستلو ، توشه خانه غلا ، د پاكستان معيشت ديواليه كولو لپاره ؤ ،د هغه ” كميټمينټ” يواځي د كشمير سودا كولو او ځائې مفاد خرڅولو سره ؤ۔