اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره د اطلاعاتو او خپرونو نګران وزیرِ مرتضیٰ سولنګی ملاقات کړې دې۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې مرتضیٰ سولنګی وزیراعظم د خپل وزارت چارو په اړه خبر كړو۔په دې موقع په ملاقات كښې په راروانه مياشت كښې د ملكرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډه كښې د پاکستان مثبت بیانیے په كوټلي ډول نمائندګۍ لپاره په ممکنه تګلارو مشاورت هم وشو۔ ملاقات كښې د اطلاعاتو او خپرونو سيكټري او پرنسپل انفارمېشن آفیسر هم ګډون كولو۔