حكومت د ټولټاكنو كوريج لپاره 49 بهرنيو خبريالانو ته اجازت نامې جاري كړې

image

اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د پاكستان حكومت په 8 فروري 2024 د كېدونكو ټول ټاكنو كورېج لپاره غېر ملكي خبريالانو ته اجازت نامې جاري كړې دي۔د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ څخه د ګل په ورځ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د پاكستان حكومت په وړومبي پړاؤ كښې د 13 هېوادونو 49 غېر ملكي خبريالانو ته الېكشن كوريج لپاره اجازت نامې جاري كړي۔ د كومو هېوادونو خبريالانو ته چې اجازت نامې جاري كړی شوي په هغې كښې چین، جاپان، امریکا، برطانیه، کینیډا، ھانګ کانګ، سربیا، سویډن، فرانس، جرمنی، آسټریلیا، تھائی لینډ او سنګاپور شامل دے۔د بهرنيو مبصرينو لخوا د خواستونو جمع كولو وروستۍ نېټه تر 20 جنوري وه۔الېكشن كمېشن دوه لكه اېكرېډېشن كارډونه چاپ كړي۔ د دې نه علاوه د اروپائي ائتلاف٬كامن ويلت هېوادونو پلاوي هم د الېكشن مشاهدې لپاره راغلې دي۔ په 8 فروري 2024 كېدونكو ټول ټاكنو لپاره نزدې 136 بهرني خبريالانو كوريج لپاره خواستونه وركړې دي۔ كومو بهرنيو خبريالانو ته چې كورېيج لپاره اجازت نامې تر اوسه جاري كړی شوي نه دي هغوي ته به د پراسيس بشپړېدو نه وروستو جاري كړې شي

مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں