د آزاد کشمير وزيراعظم د امريكائي اولس مشر سلاحكار ساجد تارړ سره وليدل

image

واشنګټن 19 اګست (اے پي پي) د آزاد کشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر د امريكائي اولس مشر سلاحكار ساجد تارړ سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال د كشمير كشالې پشمول په كشميريانو د هندي ظلمونو او د مقبوضه كشمير په تازه صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د آزاد کشمير وزيراعظم ووئيل هندي ځواكونه په كنټرول لائن آبادۍ په نښه كوي او ممنوعه كلسټر بمونه كاروي۔ ده ووئيل سيمه كښې د 15 ورځو راهسې كرفيو نافذ ده او مقبوضه کشمير په زندان كښې بدل كړې شوې دې۔ ده ووئيل امريكا دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئله حل كولو كښې خپل كردار ولوبوي۔ د امريكائي اولس مشر سلاحكار ساجد تارړ ووئيل اولس مشر ټرمپ د كشمير مسئلې په سوله ايز حل باور لري۔ ده په دې موقع د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزۍ سخته غندنه وكړه

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں