د ظلم او جبر يو چال هم د هند په ضد د كشميريانو عزم ختم نه كړے شو او دوي په هر قيمت آزادي غواړي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي

image

اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د ظلم او جبر يو چال هم د هند په ضد د كشميريانو عزم ختم نه كړے شو او دوي په هر قيمت آزادي غواړي۔ اولس مشر په ټويټر په يوه وېډيو تبصره كولو سره ووئيل چې دا دے سرينګر چرته چې تېره ورځ سره د كرفيو٬ بندېزونو٬ بلېك آؤټ ٬ د اوښكې بهيوونكي ګاز او ډزو د زرګونو په شمېر كشميريان سره د مېرمنو او ماشومانو د هندي جارحيت په ضد د جمع په ورځ سړكونو ته راوتل۔ اولس مشر خپلو د 20 لكو نه زياتو ټويټر فالوورز او نورو وګړو ته خواست وكړو چې مهرباني دې وكړي دا وېډيو دې ري ټويټ كړي چې نړۍ ته معلومه شي۔ ده ووئيل چې هند اور سره لوبې كوي۔ ده د نيوريارك ټائمز د يو راپور حواله وركولو سره ووئيل چې خطرناكې نعرې وهل كېږي٬ يو سوله ايز حل لپاره وخت په تندې سره تېرېږي۔ اولس مشر په ګڼ شمېر ټويټونو كښې ووئيل چې مونږ هند ته خبردارې وركوو چې د ترهګرې تخم ونه كري او بيا دې د خپل ظلم او غېر قانوني اقداماتو د غبرګون تور په پاكستان نه لګوي۔ اولس مشر ووئيل چې نړۍ ته معلومه ده چې هند په كشمير كښې ګولې ورولو سره خلاف ورزې كوي او ښائسته وادي او په دې كښې اوسېدونكي ئې تس نس كړي دي۔ اولس مشر ووئيل چې بهېدونكې هر يوه اوښكه او د وينې څاڅكې د آزادې غږ كوي۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں