د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ډپلومېټك كور مقبوضه جمو او كشمير په صورتحال تفصيلي بريفنګ

image

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي)د مقبوضه جمو او كشمير په صورتحال د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې ډپلومېټك كور ته بريفنګ اهتمام كړی۔ډپلومېټك كور په بريفنګ كښې غېر معمولي خوښي لرلې شوې ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي بريفنګ وركولو كښې ووئيل هند په يو اړخيزه توګه د مقبوضه جمو او كشمير آئيني حېثيت خاتمې له هڅه كړې كومه چې مونږ رد كړې٬د شمله لوظ نامې له مخې پاكستان او هند د ټولو تصفيه طلب چارو په دوه اړخيزه مشاورت د حل كولو پابند وو خو دا هند په يوه اړخيزه توګه اقدام پورته كړی كوم چې غېر قانوني دے٬وزيراعظم عمران خان وئېلي وو كه هند يو قدم رواخلي نو مونږ به دوه قدمه ورواخلو٬خو هند تل د خبرو اترو څخه تېښته كړی٬ ده ووئېل ما د اروپائي ائتلاف اعلٰی استازي فيډريكا موګريني سره ټېليفوني تماس نيولې ٬مونږ په دې معامله تفصيلي خبرې كړی۔فيډريكا موګريني وئيلې دي جې كله ما د هند خارجه وزير سره خبره اوشوه نو هغه ووئيل چې يو خو دا د هند كورنۍ معامله ده او دوهم دا اقدام د كشميريانو خېرښېګړی لپاره پورته كړی شوې ٬ ده ووئېل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د مقبوضه جمو او كشمير شخړيزه مسئله تسليم كړی او دا د سېكورټي كونسل په ايجنډا پرته ده۔ ده ووئېل پاكستان په دې پوهه دے چې هند دا اقدام پھ مقبوضه جمو او كشمير د هند تسلط زياتولو لپاره كړی۔ده ووئيل ما د بشري حقونو كمشنر سره خبره كړې او هغه د بشري حقونو كمشنر آفس لخوا جاري شوي راپور په بابله خبر كړی شوې كوم كښې چې پھ مقبوضه كشمير كښې د روان بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو نه پرده لرې كړی ۔ده ووئېل په مقبوضه جمو كشمير كښې د مسلمانانو زيات اكثريت لري٬لويې اختر نزدې دے آيا هند به كرفيو روانه ساتي كه كرفيو ختمولو سره به هغوي د بې ګناه كشميريانو قتل عام غواړي۔ ده ووئېل مونږ خطر لرو چې هند د خواخوږۍ ترلاسه كولو لپاره د پلوامه په ډول بله ډرامه كولې شو٬هر كله چې په لائن آف كنټرول د هند خلاف ورزۍ زياتې شوي۔ده ووئيل كلسټر بمونه كاروي او د اطلاعات ترمه 38 زره نور عسكر هند جمو او كشمير ته لېږلې دي يعني 9 لكه هندي عسكر هلته مېشته دي۔ ده ووئېل د انټرنېټ او فونز سروسز بند كړی شوي٬د امر ناك يا ترا له راغلې سېلګرو ته زر تر زره د شخړيز كشمير نه د وتلو وئېلې شوي ۔د رېلوے چارواكو ته د خوراك څښاك څيزونو او د تېلو جمع كولو وئېلي شوي۔ده ووئيل يو كروړ 40 لكه كشميريان د زندان غوندې ستونزو سره مخ دي۔ما په وړومبي اګست د دې صورتحال نه د سېكورټي كونسل ستر سېكتر خبر كړی وو او په پنځم اګست زمونږ اندېښنې سمې ثابتې شوې۔ده ووئيل مونږ د پي فائيو سفيران د دې صورتحال نه خبر كړي٬د كشميريانو نه د استصواب رائے حق ترړلې شوې كوم چې مونږ رد كوو۔ده ووئيل مونږ په دې پوهېږو چې د هند دې يو اړخيز اقدام څخه ټول كشمير يو چغه شوے چرته به چې اول درې مختلف نكته نظر لرلې كېدل۔ده ووئيل محبوبه مفتي او عمر عبدالله نيولې شوي۔ده ووئيل كه هند د كشميريانو ښېګړه غواړي نو كرفيو دې لرې كړي او كشميريان دې بهر د خپلې رائے څرګندونې ته پرې ږدي۔د دې صورتحال ترمخه مونږ د پارليمان شريكه غونډه رابللې او د جمو او كشمير په وضعه پارليمان٬حكومت٬مخالفه ډله او اولس يو موټې دي او په يو خله يې د كشمير په حقله قرارداد منظور كړی۔ده ووئيل نېشنل سېكورټي كمېټۍ د دې صورتحال ترمخه مهمې پريكړې كړي او وزيراعظم د سفارتي٬قانوني او آئيني جاج اخستلو لپاره زما په مشرۍ كښې يوه خاص كمېټي جوړه كړې۔ده ووئيل مونږ پريكړه كړې چې د هند سره اړيكې كموو او دغسې د هند سره دوه اړخيزه تجارت هم سمدستي ختموو او د هند سره د دوه اړخيزه لوظ نامو به د سره بيا جاج اخلو او دا معامله به د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې پورته كوو۔ده ووئيل په 14م اګست به مونږ د پاكستان د آزادۍ ورځ د كشميريانو سره د يو والي ورځې په توګه او د هند د آزادۍ ورځ 15م اګست به د تورې ورځې په توګه لمانځو۔ده ووئيل موڼږ په افغان امن عمل كښې په ښه نيت كردار ترسره كوو او په دې مهم پړاؤ د هند دا اقدام ډېر د تشويش وړ دے۔ده ووئيل ما د دې نه وړاندې د هند په حقله د امريكې خاص استازې زلمے خليل زاد د خپلو اندېښنو نه خبر كړی وو او وزيراعظم عمران هم د نړيوالو لارښودو سره په تماس كښې دے

مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں