روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا خبريالانو سره خبرې

image

اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم د قامې روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي د موجوده حكومت لخوا جوړ كړې شوي د روغتيا 16 بنيادي مركزونه به د ستمبر تر 10 مې نېټې په بشپړه توګه فعاله شي۔ وګړو ته د روغتيا بنيادي آسانۍ وركول زمونږ تر ټولو وړومبنۍ ترجيح ده۔ د صحت انصاف کارډ د لارې بې وزله او مستحقو كسانو ته د درملنو وېړيا آسانۍ وركولې شي۔ د جمعې په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل موجوده حكومت اولس ته د روغتيا آسانيو وركولو عزم لري۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان د وژن ترمخه په ټول هېواد كښې د روغتيا آسانۍ اولس ته رسولو له ګامونه پورته كوو

مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں