اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سماجي تحفظ او غربت خاتمې خاص مرستيالې ډاکټر ثانيه نشتر د غريبانو او بې وسه كسانو د خېرښګړې د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د احساس پروګرام له مخې غريب او د بې وسه كسانو خېرښګړې مقاصد ترلاسه كېدې شي۔ دې دا خبرې د شورو په ورځ لاهور كښې د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار په مشرۍ كښې د پنجاب كابينې غونډه كښې د احساس پروګرام په اړه صوبائي كابينې ته په درېم بريفنګ كښې وكړې۔ د بي آئي اېس پي لخوا د جاري شوي بيان له مخې ډاکټر ثانيه نشتر بللې شوې وه چې ھغه د پنجاب كابينې ته د وفاقي حكومت د احساس پروګرام په اړه بريفنګ وركړي٬ دا د احساس پروګرام درېم صوبائي بريفنګ ٶ٬ د دې نه وړاندې د لسو ورځو په مهال سندھ او بلوچستان كښې هم په احساس پروګرام بريفنګ وركړې شوې۔ په دې موقع د پنجاب صوبائي كابينه ٬ د اعلٰې وزير سلاحكار ٬ د پنجاب چيف سېكتر ٬ د پنجاب اعلٰې وزير پرنسپل سېكتر٬ د پنجاب حكومت د فنانس ، انفامېشن، کلچر او د قانون څانګو سېكترانو ٬ د منصوبه بندۍ او پرمختګ د پنجاب بورډ چيئرمېن ٬ د پنجاب پوليس آئي جي د غربت خاتمې او د سماجي تحفظ ډويژن وفاقي سېكتر هم موجود