وفاقی وزیر شېخ رشید احمد د رېلوے ملازمانو خېر ښېګړې لپاره د 4 منصوبو پرانسته وكړه

image

اسلام آباد ۔ 22 اکتوبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقی وزیر شېخ رشید احمد د رېلوے د ملازمانو بچو تكنيكي تربيې په شمول د رېلوے د ملازمانو بچو خېر ښېګړې لپاره د 4 منصوبو پرانسته كړې ده ۔ د رېلوے ملازمانو لوڼرو ته به د پنجاب ټیکنیکل بورډ څخه منظور شوې د سلائی کړھائی ،بیوټېشن او پخلي كورسونو كښې اسانۍ وركولې شي۔ د رېلوے ملازمانو ځامنو او لونړو لپاره نوې پېك اېنډ ډراپ سكول بس اړوندو چارواكو ته وسپارلو۔ شېخ رشید احمد دستکاری سکول كښې فرنېچر لپاره د 100 زره روپو وركولو اعلان وكړو۔ د نهې په ورځ پاکستان رېلوے دستکاری سکول كښې د جوړ بلاكس او څانګو پرانستې له يوه درنه دستوره وشوه۔ د پاکستان ریلوے ډویژنل سپرینټنډنټ سید منور شاہ او د دوهم ډی اېس انعام اللہ محسود په شمول ډویژنل افسرانو٬ د دستکاری سکول كوچنيانو او استاذانو وفاقي وزير ته دستوره كښې په ګډون كولو تود هركلې اووې۔ وفاقی وزیر شېخ رشید احمد د بیوټېشن او د پخلي تربيې وركولو څانګو په باقاعده توګھ پرانسته وكړه۔ ده اعلان وكړو چې دستکاری سکول له به 100 زره روپۍ وركولې شي دغسې چې د فرنيچر كمې پوره كړې شي۔ وروستو شېخ رشید احمد دستکاری سکول ته پېوست د رېلوے ملازمانو لپاره د جوړ كړې پارك پرانسته وكړه۔ وفاقي وزير سېنټرل ډیزل ورکشاپ كښې د پاکستان رېلوے راولپنډی ډویژن لخوا جوړ كړې بس د رېلوے ملازمانو بچو پك اېنډ ډراپ لپاره اړوندو چارواكو ته وسپارلو۔ په دې مهال سید منور شاہ د وفاقی وزیر شیخ رشید احمد نمائندګي كولو سره سي ډي اېل وركشاپ كښې د نوي ټيوب وېل پرانسته هم وكړه۔ د رېلوے ملازمانو د رېلوے وفاقی وزیر په موجودګۍ د خوشحالۍ څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں