د وفاقي وزير حماد اظهر د اېشین انفراسټرکچرډوېلپمنټ بنک پلاوي سره خبرې

image

اسلام آباد ۔ 17 دسمبر (اے پی پی) د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي اېشین انفراسټرکچر ډوېلپمنټ بنک بايد د پاكستان پرمختيائي منصوبو له مالي مرسته زياته كړي۔ د معیشت د تل پاتي او متوازن پرمختګ په لاره روانولو له او سړي سر آمدن زياتولو له كار كوؤ۔ پخوانو حكومتونو يوازې ووټونه ترلاسه كولو له بنيادي اډانې ته پاملرنه كړې چې په نتيجه كښې ئې د بشري پرمختګ په رېنكنګ كښې د پاكستان پوزيشن كمزورې شو۔ موجودہ حکومت ددې په مقابله كښې د سماجي څانګې پرمختګ خپل هدف جوړ كړې دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اېشین انفراسټرکچر ډوېلپمنټ بنک صدرجن لی ژوان په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات كښې وكړې۔ ملاقات كښې د اېشین انفراسټرکچر ډوېلپمنټ بنک پلاوي پاکستان كښې د برېښنا پېداوار او ترسیل، ټرانسپورټ، واټرسپلائی، انفارمېشن ټېکنالوجی او د شريكې ګټې نورو منصوبو كښې د اېشین انفراسټرکچر ډوېلپمنټ بنک لخوا د مرستې باور وركړو۔ د اېشین انفراسټرکچر ډوېلپمنټ بنک صدرجن لی ژوان د حکومت د اقتصادی او معاشی اصلاحات پروګرام ستائنه كولو سره ووئيل په دې لړ كښې اېشین انفراسټرکچر ډوېلپمنټ بنک د مرستې زياتولو عزم لري۔ اېشین انفراسټرکچر ډوېلپمنټ بنک د پاکستان بنيادي پرمختيائي شراکت دارانو كښې شامل دې۔ بنک پرمختګ لپاره د پاکستاني حکومت د وژن او پالېسيو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل بنک د توان، سړکونو، سماجی څانګې، اوبو او شهری خذماتو په څانګو كښې مالي مرستې سره سره د پالیسی اصلاحات عمل كښې هم مرسته كوي۔ بنک پاکستان سره د شراكت دارۍ مضبوط جوړولو او دې ته د لا پراختيا وركولو عزم لري۔ وفاقی وزیر تل پاتې پرمختګ له هڅو كښې د پرله پسې مرستې په كولو د اېشین انفراسټرکچر ډوېلپمنټ بنک مننه و

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں