وزيراعظم عمران خان ته د پنجاب پوليس آئي جي د پنجاب پوليس كاركردګۍ او د امن او امان د مجموعي صورتحال په اړه بريفنګ وركړو

image
APP49-02 LAHORE: September 02 – Prime Minister Imran Khan receives briefing regarding Punjab Police. APP

لاهور 02ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ته د پنجاب پوليس آئي جي د پنجاب پوليس كاركردګۍ او د امن او امان د مجموعي صورتحال په اړه بريفنګ وركړې ۔په دې موقع د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار٬د قانون صوبائي وزير محمد بشارت راجه٬صوبائي وزير محمد هاشم ډوګر٬صوبائي وزير محمد تيمور خان٬صوبائي وزير انصر مجيد خان نيازي٬د پنجاب وزيراعلٰی صلاحكار ډاكټر سلمان شاه٬د پنجاب چيف سېكتر يوسف نسيم كهوكهر او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته د پنجاب پوليس آئي جي لخوا تراوسه د شوو اقداماتو او د سباؤن د لائحه عمل په اړه بريفنګ وركړې۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل د حل طلب معاملو لپاره د متبادل طريقه كار نظام په سبب به ټول اولس بشپړه آسانې ولري٬هغوي به د تاڼه٬كچرۍ٬د روايتي پرېشانو نه هم بچ شي٬د پوليس محكمه دې د روايتي طرز عمل برعكس د اولس آسانيو لپاره داسې اقدامات وكړي چې اولس ته پھ سمدستي توګه د انصاف وركړې له مرسته تر لاسه شي ٬له بده مرغه د نظام د ناكامۍ له امله چې په كومو خلكو د اولس خذمت كول فرض وو دوي په اولس د خپل ځان خذمت كولو تاثر بايد پرېدې او بدل شي٬كله چې د لويو مجرمانو په ضد كاروائي وشي نو وړوكې مجرمان به هم د جرم كولو نه ډډه وكړي٬د سمندر پورې پاكستانيانو آسانېو خيال ساتل ډېر مهم دي۔وزيراعظم ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې زمونږ صوبائي حكومت په دې لړ كښې غوره اقدامات كړی او خلكو په دې د اطمينان څرګندونه كړی۔وزيراعظم ووئيل كه په نظام كښې جزا او سزا نه وي نو په نظام كښې به خرابي او هغه به ناكامه شي٬كه جرائم او نااهلي زياتېږي نو د دې مطلب دے چې د قانون عملداري نشته۔وزيراعظم د پوليس په تفتيشي طريقه كار كښې د بدلون او د تفتيش په مهال تورونو ته د اذيت وركولو نوټس اخستو سره ووئيل دا طريقه كار نه يوازې غېر انساني دے بلكې د غندنې وړ هم دے چې په سمدستي توګه يې مخ نيوې ضرورې دے۔په غونډه كښې د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن سيد زبير حېدر ګېلاني٬د وزيراعظم خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان او د وزيراعظم خاص مرستيال نعيم الحق هم موجود وو۔۔(

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں