بايد مونږ د حضرت امام حسېن ﴿رض﴾ پېروي كولو سره د قرآني تعليماتو په رڼا كښې د صبر٬ برداشت او قربانې څرګندونه وكړو۔ غَلام سرور خان

image

جنېوا 10 ستمبر (اے پي پي) د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې بايد مونږ د حضرت امام حسېن ﴿رض﴾ پېروي كولو سره د قرآني تعليماتو په رڼا كښې د صبر٬ برداشت او قربانې څرګندونه وكړو۔ د عاشور ورځې په موقع د كربلا شهيدانو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو سره وفاقي وزير قوم ته ووئيل چې بايد مونږ د حضرت امام حسېن ﴿رض﴾ پېروي كولو سره د قرآني تعليماتو په رڼا كښې د صبر٬ برداشت او قربانې څرګندونه وكړو۔ د نهې په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د حضرت امام حسېن ﴿رض﴾ د جذبه برداشت په نړۍ كښې مثال نشته۔ ده ووئيل چې د كربلا شهيدانو ته د عقيدت وړاندې كولو ښه طريقه دا ده چې مونږ د دوي په تعليماتو عمل وكړو۔ ده ووئيل چې بايد مونږ ټول په ګډه د خپل هېواد پرمختګ او استحكام لپاره كار وكړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں