وزيراعظم عمران خان ګلګت بلتستان كښې د 250 كټونو روغتون پشمول د څلورو منصوبو د بنياد تيګه كېښوده

image
APP09-01 GILGIT: November 01 - Chief Minister Gilgit-Baltistan and his cabinet members welcoming Prime Minister Imran Khan on Yadgar-e-Shohda to mark the Independence Day of Gilgit-Baltistan at Chinar Bagh CM secretariat. APP Photo by Ashraf Hussain Nasiri

ګلګت 01 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ګلګت بلتستان كښې د 250 كټونو روغتون پشمول د څلورو منصوبو د بنياد تيګه كېښولې ده۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم ګلګت بلتستان كښې د آزادۍ ورځ په موقع ګورنر هاٶس ګلګت كښې د څلورو لويو پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګه كېښوده۔ په دې كښې سکردو كښې د 250 بسترو د روغتون منصوبه شامله ده٬ دې څخه به 60 لكه كسانو ته ګټه ورسي او په دوېم پړاٶ كښې به د نور 250 كټونو اضافه وكړې شي٬ د دې منصوبې په وړومبي فېز به درې اربه روپۍ لګښت راځي٬ دا روغتون به د سكردو په حسېن آباد سيمه كښې جوړېږي كوم لپاره چې 500 كنال سركاري زمكه بېله كړې شوې ده۔ وزيراعظم د سكردو په روندو سيمه كښې د 34.5 مېګاٶاټ هائيډرو پاور پراجېكټ د بنياد تيګه هم كېښودې شوه په كومې چې به 9.5 اربه روپۍ لګښت راځي۔ وزيراعظم سکردو كښې د 26 مېګاواټ هائيډرو پاور پراجېكټ د بنياد تيګه هم كېښوده او د دې نه علاوه وزيراعظم د ريجنل ګرډ ګلګت بلتستان فيز ون منصوبې هم د بنياد تيګه كېښوده په منصوبه به 4 اربه 95 كروړه 90 لكه روپۍ لګښت راځي او دا منصوبه به په 48 مياشت كښې سر ته رسي

مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں