د جميعت علماﺀاسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ كښې د مخالفې ډلې ګوندونو آل پارټيز كنفرنس

image

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د جميعت علماﺀاسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ كښې د مخالفې ډلې ګوندونو آل پارټيز كنفرنس كښې د لويو سياسي ګوندونو مشرانو مسلم ليګ(ن)صدر شهباز شريف٬د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري٬اے اېن پي مشر اسفنديار ولي٬نېشنل ګوند مشر ډاكټر عبدالمالك او د مركزي جميعت اهل حديث مشر ساجد مير ګډون اونه كړو۔د دې ګوندونو نمائندګي نورو مركزي لارښودو كوله۔په كنفرنس كښې د پاكستان پيپلز ګوند مركزي لارښود نويد قمر٬فرحت الله بابر٬راجه پروېز اشرف٬ د قامي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ٬د نېشنل ګوند څخه مير كبير شاهي٬مير طاهر بزنجو٬اے اېن پي څخه ميا افتخار٬زاهد خان٬مسلم ليګ(ن) څخه سردار اياز صادق٬ډاكټر عبادالله٬د جميعت علماﺀ پاكستان څخه شاه اويس نوراني٬د مركزي جميعت اهلحديث څخه شفيق پسروري٬پښتونخوا ملي ګوند مشر محمد خان اچكزئي٬عثمان كاكړ او جے يو آئي(ف)څخه مولانا عبدالغفور حېدري٬اكرم خان دراني٬مولانا عطاﺀالرحمان٬راشد سومرو ګډون كولو۔د دې څخه وړاندې د كنفرنس كورېج كوونكي خبريالان د مولانا فضل الرحمان د كور څخه بهر ولاړ وو او هغوي ته د دننه تللو اجازه ورنه كړی شوه ٬ د دې نه پس خبريالانو د مولانا فضل الرحمان د كور څخه بهر كورېج كولو

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں