د مسلم لیګ (ن) رانا تنویر حسېن د پبلك اکاؤنټس کمېتۍ چیئرمېن وټاكلې شو

image

اسلام آباد 28 نومبر (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) د قامی اسمبلۍ غړے رانا تنویر حسېن د مقابلې نه غير د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمېن ټاكلې شوې ۔ د زيارت په ورځ د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غونډه پارلیمنټ هاؤس كښې وشوه۔د نوې چیئرمېن ټاكنې لپاره د انتخابی عمل نګرانی د قامی اسمبلۍ سيكتر قمرسهیل لودھی كوله۔ په غونډه كښې د حکومتی ګوند چیف وهپ ملك عامر ډوګر پشمول د پبلګ اکاؤنټس کمېټۍ غړو ګډون وكړو۔ د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمېن لپاره د پاکستان تحریك انصاف د قامی اسمبلۍ غړي سردار نصراللہ دریشك د رانا تنویر حسین نامه تجویز کړه د كومې چې د مسلم لیګ (ن) د اړخه مشاهد حسین سید او د پاکستان پیپلز ګوند د قامی اسمبلۍ غړي راجه پرویز اشرف تائید وكړو۔ دغسې د مسلم لیګ (ن) د قامی اسمبلۍ غړې رانا تنویر حسېن د پبلك اکاؤنټس کمیېټۍ د مقابلې نه غير چیئرمېن وټاكلې شو۔ د پبلك اکاونټس کمېټۍ چیئرمېن ټاكلې كيدو نه پس رانا تنویر حسېن د ټولو غړو مننه كولو سره ووئيل د پبلك اکاؤنٹټس کمېټۍ پريكړو كښې به ټولو غړو سره پھ ګډه كار كوم۔ ده ووئيل پی اے سی مهم فورم دے د دې ښه كولو ته اړتيا ده دغسې چې د هېواد او قام لپاره كردار ترسره كړې شي۔ ټولو غړو رانا تنویر حسېن له مبارکي وركړه او هغه له ئې د هر ډول مرستې باور وركړو۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں