حکومت د وړومبۍ ورځ څخه په سماجی او اقتصادی توګه د اولس ژوند بدلولو له لوظي دې

image

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي حکومت د وړومبۍ ورځ څخه په سماجی او اقتصادی توګه د اولس ژوند بدلولو له لوظي دې ، د مسلم لیګ (ن) حکومت ټول هېواد كښې د بنیادی ډھانچې پرمختګ له ځانګړې پرژوې پيل كړي۔ ده دا خبرې د ګوجرانواله ډویژن سره تعلق لرونكو د مسلم لیګ(ن) د قامی اسمبلۍ غړو سره خبرو كښې وكړې كومو چې د نهې په ورځ ده سره په وزیراعظم هاؤس كښې ليدلې ؤ۔ د ملاقات په مهال په پرمختيائي پروژو او د قامی اسمبلۍ غړو سره د اړوند حلقو په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم ووئيل اولس ته د پرمختيائي پروژو د ميوو ترلاسه كيدل پيل شوي۔ وزیراعظم په پارلماني غړو زور راوړو چې اولس سره شوي لوظونو ترسره كولو كښې كومه بې غوري ونه كړې شي او د خېر ښېګړې پرژوې په وخت بشپړولو له ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل بايد پارلماني غړي د اولس سره نزدې رابطې ولري او د هغوي مسئلې حل کړي۔ وزیراعظم سره ملاقات کونكو كښې د دفاع وزير انجینئر خرم دستګیر، د قامی صحت وزيره سائرہ افضل تارړ، د قانون او انصاف دوهم وزير عثمان ابراهیم، د پورټس اینډ شپنګ دوهم وزير چوهدری جعفر اقبال، د قامی اسمبلۍ غړي چوهدری محمود بشیر ورك، میا طارق محمود، رانا عمر نذیر خان، اظهر قیوم نهړه ، جسټس (ر) افتخار احمد چیمه، میاں شاهد حسېن خان بھټی، چوهدری عابد رضا، ممتاز احمد تارړ، ناصر اقبال بوسال، چوهدری ارمغان سبحانی، رانا شمیم احمد خان، سید افتخار الحسن، زاهد حامد، میاں محمد رشید، شازیه سهیل میر، مسز رومینه خورشید عالم او مسز فلس عظیم شامل ؤ۔ په دې مهال د پارلماني چارو وزیر شیخ آفتاب احمد هم موجود ؤ۔

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں