اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د لوبو په لړ كښې د پاكستان وقار بحالولو لپاره كارپورېټ سپانسرز ته راوړاندې كېدلو سره خپل كردار لوبول پكار دي ٬ د هېواد ځوانانو صلاحيتونو څخه استفادې لپاره زيات وسائل وركول پكار دي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي دا خبرې په دولت مشتركه ګېمز 2018 كښې د كاميابو لوبغاړو په درناوي كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دستوره كښې د بېن الصوبائي رابطو وزير ریاض حسېن پیرزادہ، د دفاع وزیر انجینئر خرم دستګیر، د قانون وزیر محمود بشیر ورك، د سېفران وزیر عبدالقادر بلوچ او د بېلا بېلو اولمپك اېسوسي اېشنز نمائندګانو او لوبغاړو هم په دستوره كښې ګډون وكړو۔ وزیراعظم د حكومت محدود ملاتړ باوجود هېواد لپاره په عظيم واعزازونو ګټلو د لوبغاړو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د دولت مشتركه په لوبو كښې چې كومې كاميابۍ ترلاسه كړې شوي ھغه د لوبغاړو د ذاتي هلو ځلو و په سوب دي۔ وزیراعظم ووئيل په كامن وېلته ګېمز كښې برخه اخستل لويه خبره ده لكه څنګه چې په دې ګمېز كښې د 53 هېوادونو لوبغاړي برخه اخلي۔ ده ووئيل د لوبغاړو په مېډال ګټلو خوشحاله شوې يم ٬ ډېره موده پس لوبغاړو په ښه كاركردګۍ دولت مشتركه ګېمز كښې تمغې ګټلې دي۔ وزیراعظم په دې لړ كښې د وفاقي وزير ریاض حسېن پیرزادہ د هڅو ستائنه وكړه چا چې پاكستان كښې د لوبو بحالۍ له مرسته كړې ٬ حالانكه د اتلسم بدلون نه پس دا معامله صوبائي ده۔ وزیراعظم ووئيل د لوبو ودې لپاره وفاق لخوا نور وسائل وركول ضروري دي وزیراعظم ووئيل د فټ بال صنعت ته وئيلي شوې چې ھغوي هېواد كښې د لوبو بهترۍ لپاره وسائل وركړي٬ پخوا پي آئي اے هاكي سپانسر كوله چې په سوب ئې پاكستان ډېره موده په دغه مېدان حكمراني كړې۔ ده په وزارت ټېنګار وكړٶ چې ھغوي ھغه لوبې ولټوي چې پكښې پاكستان په نړيواله كچه مخ په وړاندې تللې شي۔ د دې نه پس وزیراعظم ریسلر انعام بټ له د 50 لکھ روپو چېك وركړو چا چې په كامن وېلته ګېمز كښې د سرو تمغه ګټلې او دغسې طيب رضا له ئې د لس لكه روپو چيك وركړو۔ وزیراعظم په دې لوبو كښې د ښه كاركردګۍ په څرګندولو نورو لوبغاړو له هم انعامونه وركړل۔ د دې نه وړاندې د بېن الصوبائي رابطې وفاقي وزير ریاض حسېن پیرزادہ دستورې ته وېنا كښې ووئيل د حكومت د هڅو او د وزارت د كلكو پرېكړو په سوب د هېواد د لوبو مېدانونه آباد شوي۔ په دې موقع ریاض حسېن پیرزادہ وزیراعظم ته د سپورټس بورډ لخوا يادګاري شېلډ وركړو۔ وزیراعظم لوبغاړو سره ګروپ عكس هم جوړ كړو