د چين سنټرل ملټري كمېشن وائس چيئرمېن جنرل ژينګ يوژيا د ايئر هېډكوارټر اسلام آباد دوره

image
APP76-18 ISLAMABAD: May 18 – General Zhang Youxia, Vice Chairman of Chinese central Military Commission, calling on Air Chief Marshal Mujahid Anwar Khan Chief of the Air Staff Pakistan Air Force at Air Headquarters. APP

اسلام آباد ۔18مئی (اے پی پی) د چين سنټرل ملټري كمېشن وائس چيئرمېن جنرل ژينګ يوژيا (نن)د جمعې په ورځ د ايئر هېډكوارټر اسلام آباد دوره كړې ۔د چيف آف ايئر سټاف ايئر چيف مارشل مجاهد انور خان هېډكوارټر ته په رسېدو د خاص مېلمنو هركلے وكړو۔د ايئر فورس يوې چټك ډلې خاص مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔پھ دې موقع د هغه د پاك فضائيه پرنسپل سټاف افسرانو سره تعارف وكړې شو ۔خاص مېلمه د ايئر چيف مارشل سره ځانله يو ملاقات هم وكړو چې د دې څخه وروستو دواړو لارښودو د شريكې خوښې چارو په اړه د باضابطه خبرو اترو په مهال د خپلو خپلو پلاويو مشري وكړه۔دواړو لارښودو د پاك فضائيه او پيپلز لبرېشن ايئر فورس ترمينځه په موجوده په زړه پورې مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه او د مرستې لا زياتولو لباره ئې د خپل عزم پخلې وكړو

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں