سرکاری ملازمینو له اعلان كړې شوې درې بنيادي تنخاګانې د اعزازيې په توګه د وركولو معامله كابينې ته لېږلې شوې۔ د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل قامي اسمبلۍ كښې د پام ګرځونې په نوټس ځواب

image

اسلام آباد ۔ 29 مئی (اے پی پی) د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل وئيلي دي سرکاری ملازمینو له اعلان كړې شوې درې بنيادي تنخاګانې د اعزازيې په توګه د وركولو معامله كابينې ته لېږلې شوې په كومه به چې غونډه كښې غور كولې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښی د اېم كيو اېم غړو شېخ صلاح الدين ٬ اے اقبال قادري او نورو لخوا د وفاقي حكومت لخوا ټولو ملازمينو ته درې بنیادی تنخاګانو برابر اعزازيې نه ادا كېدو په اړه د پام ګرځونې نوټس په ځواب كښې رانا محمد افضل ايوان ته ووئيل د سترې محكمې د پرېكړې په رڼا كښې دا اختيار د وزيراعظم نه بلكې د كابينې دې ځكه دا معامله كابينې ته لېږلې شوې كومه به چې په دې اړه كېدونكې غونډه كښې پرېكړه وكړي

مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں