سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په كنټرول لائن د پاك پوځ ځوانانو سره د اختر لمونځ ادا كړو

image

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په كنټرول لائن د پاك پوځ ځوانانو سره د اختر لمونځ ادا كړو۔ ده په دې موقع امن او سلامتيا او د هېواد پرمختګ او استحكام لپاره خاص دعاګانې وكړې۔ سرلښكر وروستو عسكرو سره د اختر مباركي وركړه۔ ده د وطن دفاع لپاره د شهيدانو د قربانيو ستائنه وكړه۔ جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې د يو عسكر په توګه اختر د كور نه لرې لمانځل د فخر خبره ده۔ ده د ځوانانو د لوړې حوصلې ستائنه هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد
متعلقہ مضامین
مزید خبریں