مستونګ كښې بمي چاودنه٬ 12 تنه مړه٬ د سراج رئيساني پشمول 25 كسان ژوبل

image

كوئټه 13 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان پھ مستونګ درينګړھ سيمه كښې د صوبائي اسمبلۍ حلقه پي بي 35 څخه د عوامي ګوند كانديد سراج رئيساني د ټاكنو كمپائن په مهال چاودنې په نتيجه كښې 12 كسان مړه او 25 ژوبل شوي۔ژوبل شويو كښې د بلوچستان عوامي ګوند كانديد سراج رئيساني هم شامل دې۔پي ټي وي له مخې دا چاودنه د مستونګ په درينګړھ سيمه كښې د بلوچستان عوامي ګوند سراج رئيساني ټاكنو كمپائن پھ مهال شوې چې په نتيجه كښې 12 تنه په ټكي مړه او 25 ژوبل شوي۔د ډپټي كمشنر په پیښه كښې د 12 كسانو د مړينې تصديق كړی او انتخابي كانديد سراج رئيساني هم ژوبل شوې۔رېسكيو اهلكارو ژوبل شوي كسان طبي مرستې لپاره په سمدستي توګه نزدې روغتون ته منتقل كړي۔د يادونې وړ ده چې سراج رئيساني پخوانې وزيراعلٰی اسلم رئيساني كشر ورور دې

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں