د حكومت لخوا د لوئې اختر له امله سركاري ملازمينو ته د اېډوانس تنخا او ريټائرډ ملازمينو ته پنشن د روانې مياشتې په 17 نېټه د وركولو هدايت

image

فېصل آباد۔5 اګست(اے پی پی )حکومت د لوئې اختر له امله ټولو سركاري ملازمينو ته د روانې اګست مياشتې اېډوانس تنخا او ريټائرډ ملازمينو ته پنش د اګست په 17مه نېټه د وركولو هدايت كړې۔ په دې لړ كښې نوټيفيكېشن جاري شوې۔ د فنانس ډويژن اېكسپينډيچر ونګ دوهم سېكتر د پاكستان حكومت لخوا جاري كړې شوي سركلر كښی اكاؤنټنټ جنرل پاكستان ريونيو ٬ اكاؤنټنټ جنرل ملټري اكاؤنټس پاكستان او نورو اړوند چارواكو ته وئيلي چې د قواعد او ټرېژري رولز آف پاكستان ترمخه كه لوئے اختر د مياشتې په آخيري لسو ورځو كښې وي نو سركاري ملازمينو ته ددغه مياشتې تنخا او ريټائرډ ملازمينو ته پنشن اختر څخه وړاندې وركول لازمي وي دغسې چې دوئي خپلې كورنۍ سره د اختر په خوشحالو كښې شريك شي۔ نوټیفکیشن كښې وئيلي شوې چې دې لړ كښې دې د كوم ډول غفلت يا كمۍ څخه ډډه وكړې شي۔

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں